مستغني: ۲۰۳ افغان دېپلوماتان تښتېدلي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۴):د هېواد د بهرنیو چارو وزرات ویاند شکېب مستغني وايي، په تېر یو کال کې ۲۰۳ افغان دېپلوماتان هېواد ته نه دي راغلي او همالته پاتې شوي دي.
د مستغني په خبره، افغان دېپلوماتان په بهرنیو هېوادونو کې د خپل ماموریت تر بشپړیدلو وروسته، بېرته افغانستان ته نهدي راغلي او په بهرنیو هېوادونو کې یې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده.
دی وايي، په دغو دېپلوماتانو کې دولس سفیران هم شامل دي، چې په امریکا، اروپا، کاناډا او ځینې اسیايي هېوادونو کې پاتې شوي.
افغانستان اوسمهال د نړۍ څه باندې پنځوس هېوادونو سره دېپلوماتیکې اړیکې لري، چې ډېری سفیران او د سفارت کوونکي یې بهرني تابیعتونه لري.
د اوسني ګډ حکومت د مشرانو نیولې تر ټیټ پوړو چارواکو پورې ټول بهرني تابیعتونه لري.



