بهرنيو ځواکونو دوه زده کوونکي په ډزو ټپيان کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۴): امريکايي ځواکونو نن سهار د ننګرهرا ولايت په نجم الجهاد فاميلۍ کې د ښوونځي پر زده کوونکو ډزې کړي، چې له امله يې دوه زده کوونکي سخت ټپيان کړي دي.
د جلال اباد ښار په نجم الجهاد فاميلۍ کې د ليسې يوه زده کوونکي عبدالوهاب کابل ټکی کام ته وويل، چې د دغه ليسې لسګونه شاګردانو لومړی د هغو امريکايي ځواکونو په موټرو د تيږو ګذارونونه وکړل، چې د يادې ليسې تر څنګ تيريدل.
نوموړی وايي، په امريکايي ځواکونو د ډبرو له ګذارونو وروسته هغوی د ښوونځي پر زده کوونکو د ليزري وسلو ډزې وکړې او لاسي بمونه يې ورګذار کړل، چې له کبله يې د يادې ليسې دوه تنه د اتم ټولګي زده کوونکي ماشومان (صابر او عمران) سخت ټپيان شول.
هغه زياته کړه، چې په ټپيانو کې د يوه روغتيايي وضعيت ښه نه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ په پاس صبر سيمه کې عمليات وکړل، چې پر مهال ۸ ولسي وګړي ووژل شول.
تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو د يادو پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
شاوخوا يوه اوونۍ مخکې په کنړ کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې هم ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
په دې وروستيو کې د بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه او شپني عمليات زيات شوي، چې تر ډېره يې قربانيان ولسي وګړي دي.



