د داعش قومانده له کابل څخه دځینو هیوادونو سفارتونه ورکوي

راپور تاژ: فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۴)

په ولسي جرګه کې یوه استازي ګل رحمان رحماني نن څرګنده کړه چې د داعش ملیشو د تقویه کولو او هغوی ته د امکاناتو ورکولو چاره په کابل کې ځینې بهرني سفارتونه ترسره کوي چې په وینا یې یاد سفارتونه غواړي ترڅو دا ډله په افغانستان کې خپل فعالیتونه لا ګړندي او منسجم کړی.
رحماني وویل چې په افغانستان کې دداعش ډلې لپاره ستر کارونه روان دي او زیاتوي چې تر اوسه د داعشي مشرانو ۲۶ کورنۍ په ځانګړو الوتکو کې افغانستان ته رسیدلې او ښایې د داعش ډلې نور سرکرده مشران هم د همدې سفارتونو په مټ په لنډ راتلونکي کې افغانستان ته ورسیږي.
نوموړي د دې سفارتونو نوم یاد نکړ خو زیاته یې کړه چې کره اسناد لري چې بهرنیان د دې ملیشو په تمویل او تجهیز کې کامله ونډه لري او هغوی ته د هوا له لارې اکمالات رسوي.
رحماني داسې مهال داخبرې کوي، چې تیره ورځ ډي نیوز د سرچینو په حواله خبر ورکړی و چې د برېتانیا، امریکا، هند او ځينو نورو هېوادونو استخباراتي ادارې په منظمه توګه په سیمه کې دداعش پياوړتیا ته کار کوي او اصلي موخه یې هم د مرکزي اسیا نا امنه کول او په سیمه کې د چین د سترو پروژو مخنیوی دی. سرچینې ویلي، چې زرګونه داعشیان په عراق او سوریه کې تر ماتې وروسته د همدې استخباراتي شبکو پر مټ افغانستان ته راوستل شوي دي او هلته به جګړه کوي. سرچینه زیاتوي تر ډېره راوستل شوي دغه وسله وال د امریکا، برېتانیا او نورو اروپايي هېوادونو وګړي دي.
رحماني داعش ډله د پردیو استخباراتو ځانګړې ډله وبلله چې په خبره یې بهرنیان غواړي له ډلې د یوې پروژې په حیث د جګړې د لا ګرمولو د آلې په توګه کار واخلي.
نوموړي ګواښ وکړ چې که افغان حکومت د دې پروژې د مخنیوي لپاره اړین ګامونه وانخلي، ولسونه به یې پخپله مخه ونیسي.
باید وویل شي چې په تیر کې هم د ولسي جرګې وکیلانو داعش ډله د امریکا او دسیمې د هیوادونو ګډه مخترعه ملیشه بللې وه چې ځینو وکیلانو د افغانستان د امنیت شورا هم دیادې ډلې سره په همکارۍ تورنه کړې وه.
شنونکي پدې آند دي چې بهرني هیوادونه غواړي چې افغانستان کې هم د عراق او سوریې په څیر دې ډلې ته زمینه سازی وکړي ترڅو د طالب وسلوالو پرضد د اربکیزم د پروژې په حیث ورڅخه کار واخلي.
د یادونې وړ ده چې تر ډیره هڅه داده چې د هیواد په شمالي ولایاتو کې یې نفوذ وپنځول شي چې اوس هم د جوزجان ولایت په څو ولسوالیو کې یې د خپل حاکمیت لاندې لسګونه ښوونځي تړلي او استادان یې ګواښلي چې باید میاشتنۍ تنخوا دوی ته وسپاري.
خو له دې هرڅه سره سره څو اونۍ وړاندې د غور ولایت په یومخیز ډول د دې ملیشو له وجود څخه پاک شو او مشرانو یې په یوه غږ له طالبانو سره بیعت او له هغوی څخه ملاتړ اعلان کړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button