سوله ساتی که سوله ختمونکی؟

لیکوال:ابوبکرعظیمی
ټوله نړۍ ددی خبری شاهده ده چه کوم ملک اوسیمی ته سوله ساتی ځواکونه داخل شوی دی نوبیاهغوخلکو سوله په سترګوهم نده لیدلی.
دمثال په توګه افغانستان اوعراق وغیره. کی چه کله سوله ساتی ځواکونه نه وو هم سوله وه اوهم امنیت .
اوس ۱۶ کاله کیږی چه سوله ساتی راغلی خو سوله او امنیت یی راڅخه واخیستل.
یوداسی حالت یی رامنځته کړ چه دهیچا ځان او مال نه په سفر اونه په حضرکی خوندی ده.
سوله ساتی ځواکونه خو دسولی په نوم اسلامی ملکونه اشغالوی.
همدا سوله ساتی ځواکونه دی چه په ټوله نړۍ کی یی پرمسلمانو اورونه بل کړی دی.
همدا سوله ساتی ځواکونه دی چه له اسلامی نړۍ څخه یی امن اخیستی ده.
همدا سوله ساتی ځواکونه چه په هرځای کی موجود وی هلته به جنګونه تاوتریخوالی بمبارونه اونورمشکیلات لازمی وی.
نو مونږ ولی تش په نوم سوله ساتی ځواکونه اودهغوی اسلام ضد اوبشرضد کړنی نشو درک کولای ؟
مونږ ولی ددی سوله ختمونکو ځواکونو پرضد اقدام نکوو؟
زمونږ مسلمان ولس ولی ددوی په درواغجنو او له چل اوفریب څخه ډکو وعدو باندی غولیږی؟
زمونږ ځنی پیسه پرست مسلمان ولی له پوهی او ادراک سره سره ددوی ملاتړ کوی؟
حال داچه الله.ج.پخپل کتاب کی دظالم سره دملګرتیااوهمکاری په هکله داسی فرمائی.[سُوۡرَةُ هُود : 113]
وَلَا تَرْكَنُوٓا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَآءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ
د دغو ظالمانو لوري ته يو بڅرى مه كږېږئ، كه نه نو دوزخ به مو ونغاړي. او تاسي به كوم داسي دوست او سرپرست ونه مومئ چي د خداى څخه مو وژغورلای شي او له هیڅ يو ځاى څخه به تاسي ته مرسته ونه رسیږي.انتهی!
نورباید زمونږ مسلمان ولس دکفارو او دهغوی د همکارانو په تبلیغاتو اوددوی په مادیاتو ونه غولیږی څوک چه دالله.ج. اودمحمد(ص)دښمن وی هغه هیڅکله دمسلمان دوست نشی کیدلی خوکه څوک ځانته حقیقی مسلمان وایی!



