اندړ ولسوالۍ کې درنه جګړه روانه ده- درې پوستې طالبانو نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۷): د غزني ولايت چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو يو ځل بيا د اندړ ولسوالۍ په دفاعي پوستو جګړه پيل کړې او دمګړۍ په مرکز کې سخته جګړه روانه ده.

د اندړ ولسوال محمد قاسم ديسيوال نن سهار رسنيو ته وويل، چې سلګونه وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ او امنيه قوماندانۍ پر مرکزونوبريدونه پيل کړې دي.

نوموړی وايي، تر دې مهاله په دغه جګړه کې دوه پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

له بله پلوه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې نن له غرمې مخکې يې په ياده ولسوالۍ کې د سلام ګوډلو او آتل کلي درې پوستې نيولي، ګڼ پوليس وژل شوي او په زياته اندازه وسلې د دوی لاسته ورغلي دي.

نوموړي د نيول شويو پوستو ويډيو هم خپره کړې او زياتوي چې لا هم د دوی وسله وال په جګړه بوخت دي (پرمختګ دوام لري).

د اندړ ولسوال د طالبانو له لوري د درې پوستو نيول کېدل تائيد کړي او په خبره يې چې (افغان امنيتي ځواکونو له درې پوستو په تکتيکي ډول شاتګ کړی دی).

د غزني د ولايتي شورا استازي خالقداد اکبري په ياده ولسوالۍ کې د جګړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زياته کړې يې ده، که تازه دمي ځواکونه د جګړې سيمې ته ونه رسېږي، ښايي ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېږي.

دوه ورځې مخکې هم وسله والو طالبانو په اندړ ولسوالۍ د موټربم بريد سربيره ډله ييز وسله وال بريدونه وکړل، چې له کبله تر ۲۵ دولتي عسکر ووژل شول او شاوخوا پنځوس نور ټپيان شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button