د پرلپسې ستونزو په اړه اته خبرې

ژباړه: محمد نبي الدین

همېشه ستونزې د ګناهونو په خاطر نه وي، که نه نو په ټولو انسانانو کي انبياء له سختو امتحانونو سره مخ شوي دي، حال دا چي هغوی تر ټولو مخلوقاتو غوره انسانان وو.

سختۍ او مصيبتونه کله کله د بنده د امتحان لپاره وي چي ايا دی د الله عبادت پر يوه طرف کوي که يا؟ دا په دې معنی چي ايا دی د الله اطاعت يوازي په خوښۍ کي کوي او په سختيو کي يې نه کوي؟ ايا دی د خپل رب سره يوازي د هستۍ پر وخت محبت کوي او د نېستۍ پر وخت يې نه کوي؟

کله کله مصيبتونه د دې لپاره وي تر څو بنده ته په جنت کي هغه لوړي درجې ورکړل سي کومي چي دی په عمل نه سي تر لاسه کولای، خو په صبر يې تر لاسه کولای سي.

کله بيا له دې امله سړی له ستونزو سره مخامخ کيږي چي د اړينو اسبابو په برابرولو کي تقصير وکړي، لکه څنګه چي دا پېښه د احد په غزا کي منځ ته راغله، کله چي غشو ويشتونکو د نبي عليه السلام د امر مخالفت وکړ نو د دښمن غلبه راغله.

کله کله ستونزي له دې امله وي چي بايد انسان د خپل نفس سره د محاسبې لپاره چمتو سي؛ ځکه د هستۍ سره غالبًا غفلت ملګری وي.

کله بيا ستونزي او مشکلات له دې کبله مخته را ځي تر څو الله عز وجل د خپل بنده دعاء واوري (قبوله کړي) ځکه غالبًا که مصيبتونه نه وي، نو انسان په سوزنده ژړا او خشوع دعاء نه کوي.

کله بيا مشکلات د دې لپاره وي تر څو الله رب العزت عزم لرونکي خلګ و روزي او د چا سره چي يې مينه وي، هغوی د مهمو او سترو کارونو د ور د غاړي کولو لپاره چمتو کړي.

کله بيا مشکلات د دې لپاره وي چي انسان پر الله عز وجل باندي حسن ظن (ښه ګمان) زده کړي او دا زده کړي چي تر هري ستونزي وروسته راحت سته، نو د خپل رب سره يې لا مينه زياته سي او د الله پر قضاء رضاء و ښيي.

کله بيا مصيبتونه د دې په خاطر را ځي چي د نفس څخه د کبر ماده و باسي، تر څو له دې وروسته يوازي پر خپل رب توکل وکړي او په بل چا سره بسيا نه سي، ځکه د بنده د سرکښۍ سِر دا دی چي دی له خپل رب پرته پر بل چا بسيا غوره کړي او بلا و امتحان بيا انسان و خپل رب ته محتاجه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button