په ننګرهارکې د زورواکو اوچورواکو اتفاق

خاموش
د ځمکوغصب یواځې د ننګرهار ستونزه نه ده چې دولتي ځمکې په یواوبل نامه چورکړل شوې دا غصب په ټولو ولایاتوکې روان دی چې ځنې توپیرونوبه په ولایاتوکې د دولتي ځمکو دغصب مخه نیولي وي خوټولو د ولایت چور واکو او زورواکو د دولتي ځمکو په چورکې سره اتفاق کړیدې، ویل کیږي دا د دوې مجبوریت دی چې که زورواکی له ځانه سره د دولتي ځمکې په غصب کې د ولایت چورواکی شریک نه کړي دغصب شوودولتي ځمکو اسناد (قباله) نه جوړیږی چې اوس دتیرو وختونو په پرتله د چور واکو اوزورواکو په اتفاق سره د جعلي قبالو جوړول اسانه شویدي.
دمالوماتوله مخې په ننګرهار کې د ولایت څیرمه بهسودو ولسوالۍ اړوند، دهوايي ډګرخواوشا اوهم د هډې او غازي آباد د فارمونو نږدی پنځه زره جریبه ځمکه د ولایت د چور واکو او زورواکوترمنځ په اتفاق سره غصب شویده.
د ننګرهار دهوايي ډګرخواوشا سیمه کې د پارلمان دوه وکیلان چې د ننګرهار د ولس نماینده ګی هم کوی ، د ولایت شاته بهسودو پل ته څیرمه یو وکیل دهډې او غازي آباد په فارمونوکې پنځه قوماندانان او وکیلان د پخوا نی والي سره جوړ وو چې اوس هم پخواني والي ته په ننګرهار کې د شرکتونو غیر دولتي موسسو او ځمکو دغصب خپله ونډه رسیږي.
د ننګرهار ولس چې څومره غریب،بې وسه او علم دوسته امنپاله ولس دی تل ېې په برخه یو ظالم او چپاولګر والي په نصیب شویدی چې موجوده والي هم د زورواکو سره د دولتي ځمکو په غصب او شرکتونوکې خپله ونډ ترلاسه کوي ، په محکموکې هرډول اسناد په اسانۍ جوړیږي سره له دې چې ټوله محکمه ېې په جعلیتوب پیژني خو لاس لیکونه پرې داصلي په شکل کوي.
دننګرهار دامن په ساتلوکې یوه ساتونکي قوماندان سره د ولایت چور واکي اتفاق ونکړاود دولتي ځمکو په غصب کې دهر زورواکي سره جوړیږي ځکه خو ورځ په ورځ د ننګرهار امن خرابیږي چې د څه مودې راپدیخوا پکې دعالمانواوپوهانو دهدفي وژنو لړۍ دوام لري او د ولایت چور واکي او زورواکي په خپل اتفاق سره د دولتي ځمکو په غصب بوخت دي.



