دیني عالم عبدالغفار جُبیر د ملي امنیت له بنده ازاد شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱)ا دیني عالم او نصرانیت او یهودیت د عقیدې پر خلاف مشهور دیني عالم او مناظره کوونکی عبدالغفار جُبیر د ملي امنیت د شل ورځني بند څخه ازاد شو.

عبدالغفار جُبیر شل ورځې وړاندې په کندهار کې ملي امنیت هغه مهال ونیوه، چې د حج له فریضې کور ته را روان وو.

تراوسه پورې د نوموړي د نیول کېدو د لامل په اړه نه ملي امنیت او نه هم د نوموړي کورنۍ څه ویلي دي.

عبدالغفار جُبیر یوازې د یهودو، عیسویانو او نورو منسوخ شویو عقیدو په اړه لیکنې کولې او نوی نسل یې له دې خبراوه.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو، چې نوموړی د امریکا په امر نیول شوی دی؛ خو پر حکومت د زیاتو فعالانو د زور له امله یې نوموړی بېرته ازاد کړی دی.

د عبدالغفار جُبیر څو کتابونه هم چاپ شوي او پښتو وېباڼو کې سلګونه لیکنې هم خپرې شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button