سوریه: داعشیانو له ماتې وروسته خپل زړه په ملکي وګړو یخ کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د داعش اورپکې ډلې وروسته تر هغه ملکي وګړي د خپل برید هدف وګرځول، کله چې د القریاتین په نامه ښار ترې دولتي ځواکونو ونیو.
په سوریه کې داعشي ملیشې چې د امریکا ملاتړ ورسره دی د القریاتین له پریښودلو وروسته اوس د سوریې دښتو ته وتلي او هلته یې میشتنځای جوړ کړی دی.
د سوریې د بشري حقوقو ادارې چې مرکز یې په لندن کې دی ویلي چې داعش پدې ښار کې ۱۲۶ تنه ملکیان وژلي دي چې زیاترو یې سرونه پریکړي او مړي یې اوس هم په لارو کوڅو کې پراته دي.
یاده اداره وایي چې ۱۲ ملکي وګړي د سوریې د دولتي ځواکونو لخوا هم وژل شوي.
د یادولو ده چې داعش ډله د القریاتین په سیمه کې له تیرو ۲۲ ورځو راپدیخوا محاصره و، چې تیره ورځ بالاخره د سیمې پریښودلو ته مجبور شول.
داعش ډلې د لسګونو ملکیانو وژنه منلي او په وینا یې چې هغوی ټول د سوریي د ځواکونو پلویان او د هغوی ملګري و.
د القریاتین سیمه په تیر سپټمبر کې داعشي ملیشو ونیوله چې هغه مهال د یادې دسیمې خلکو له ملګرو ملتونو غوښتي و چې د داعش له ډلې دې دا ښار وژغوري تر څو د ممکنه قتل عام مخه ونیول شي.
پدې سیمه کې شاوخوا ۱۸ زره خلک اوسي او د خوراکي توکو له کمبود او ډول ډول مشکلاتو سره مخ دي .



