عراق له داعش نه د رواة او القائم سیمو د بیرته نیولو لپاره تیاری نیسي

عراقي ځواکونو د رواة او القائم سیمو پرته په الأنبار ولایت کې نورې ټولې ستراتیژیکې سیمې بیرته نیولي دي.
د ولسي پاڅون سرچینو په البغدادي هغه ښار کې چې د عراق لویدیځ ته پروت دي ویلي دي چې عراقي او نړیوالو ائتلاف هوایی ځواکونو د الأنبار ولایت لویدیځ ته په قضاء او رواة سیمو کې چې خپل عملیات یې د بمباریو او توپونو په ویشتلو پیل کړی، دا عملیات یې د اسلامي دولت تنظیم نه د دغو سیمو د بیرته نیولو لپاره د یوه نظامي یرغل یوه پیلامه ده، په داسې حال کې چې د موصل په زوړ ښار کې د یوه ځان وژونکي برید په نتیجه کې د اتحادي پولیسو دوه سرتیري وژل شوي دی.
سرچینو زیاته کړې ده چې د دغه بمبار موخه په سیمه کې د اسلامي دولت تنظیم د لومړی خط د ماتول دي. په عین حال کې د القائم ښار څنډو ته به نور اضافي نظامي قطعات ورسیږي څو د نظامي عملیاتو لپاره تیاري ونیول شي او د رواة او نورې هغه سیمې چې اوس هم د اسلامي دولت تنظیم په ولکه کې او د سوریې له پولو سره نښتې دي بیرته ونیسي.
عراقي ځواکونو د الأنبار په لویدیځ کې زیاتره سیمې بیرته نیولي دي او له رواة او القائم پرته نور یوه سیمه هم نده پاتې.
نظامي سرچینو ویلي دي چې د ګډو عملیاتو قومندان عبدالأمیر یارالله رواة ته څیرمه د البغدادي نظامي کنډک ته رسیدلی دی چې د ولسي پاڅون قومندان أبومهدی المهندس یې ملتیا کوي څو د نظامي وروستیو تیاریو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
یادو سرچینو همدا راز ویلي دی چی یار الله او المهندس له نظامي قومندانانو سره په هغه کنډک کې غونډه وکړه چې یو زیات شمیر امریکایی ځواکونه هم پکې شریک وو.
د موصل په زوړ ښار کې نن عراقي امنیتی سرچینو خبر ورکړی چې د موټر بم په ځانمرګي برید کې د اتحادی پولیسو نه دوه کسان وژل شوی او دوه نور ټپیان دي
سرچینې زیاتوي چې د اسلامي دولت تنظیم یوه ځانمرګي خپل ځان ته چاودنه ورکړه او دوهم ځانمرګی د پولیسو لخوا ونیول شو.
عراقي حاکمان وایی چې د اسلامي دولت تنظیم یو شمیر افراد د موصل د زوړ ښار په کلیو کې پټ شوی دي سره له دې چې دغه ښار په تیر جولای کې بیرته نیول شوی هم دی.
امنیتی سرچینو ویلي دی چی د ولسي پاڅون یو غړی چې د بایلیون د ډلګیو اړوند کس دی د یوه بم د چاودیدو له امله چې د تل یابس په کلي کی خښ شوی و او وچاودیدو وژل شوی دی دغه سیمه په موصل ښار کې موقعیت لري، او زیاته کړې یې ده چې زیاتره کلي او ښارونه چې د اسلامي دولت تنظیم په ولکه کې دي ټولو کې بمونه فرش شوي دي.
د الجزیرة نه په مننې
عزیر اسدخیل



