روسيه کې يو عسکر خپل څلور عسکر ملګري په ډزو وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲): د ورکړل شويو راپورونو پر اساس د روسيې په يوه عسکري اډه کې يوه پوځي خپل څلور ملګري پوځيان په ډزو سره وژي دي.

په راپور کې ويل شوي، چې دغه پېښه د روسيې اړوند په چيچينستان جمهوريت کې رامنځته شوې ده.

د ملي محافظت ځواکونو د مطبوعاتي مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ياد جمهوريت په يوه پوځي اډه کې يو پوځي په خپلو څلورو ملګرو عسکرو ډزې وکړې او څلور واړه يې ووژل.

د دوی په وينا، چې بريد کوونکی پوځي د نورو عسکرو له خوا په ډزو ويشتل شوی خو د هغه د وژل کېدو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي دي.

تر دې دمه د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو امنیتي مسئولين وايي په دې اړه څېړنې پيل کړي ترڅو معلومه کړي چې ياد پوځي ولې دغه کار ترسره کړی دی.

څه موده وړاندې هم د بلوګورسک ښار ته نږدې د امور په سيمه کې په يوه عسکري اډه کې يوه روسي عسکر په خپلو ملګرو پوځيانو د ټوپک شپيلۍ تشه کړې وه، چې په ترڅ کې يې درې تنه وژل شوي و او دوه تنه نور ټپيان و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button