ننګرها: د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲): تېره افغان او امريکايي ځواکونو د ننګرهار ولايت په غني ولسوالۍ کې عمليات کړي، چې پر مهال يې د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.
پېښه د يادې ولسوالۍ مربوط د ۲۹ ويالې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي، وژل شوي کسان ټول سره د تره ځامن و چې د داعش وسله والې ډلې له ويرې د اچين ولسوالۍ څخه يادې سيمې ته راکډه شوي و.
د ۲۹ ويالې يوه اوسېدونکي رياض الله کابل ټکی کام ته وويل، چې اسماعيل، عمر اوعبدالصمد د يوه پلار ځامن او عطاءالله، جميل او خيرمحمد د بل پلار ځامن او يو بل يعقوب دی چې ټول سره د تره ځامن و وژل شوي دي.
د هغه په وينا، ګډو ځواکونو په ياده سيمه کې ډیری کورونه پلټلي، دروازې يې په بمونو الوزولي، خلک يې وهلي او له ځينو کورونو يې قيمتي توکي هم وړي دي.
ويل کېږي، له يادې سيمې څخه ګډو ځواکونو شپږ تنه چې عام خلک دي هم له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.
تر اوسه په دې اړه ولايتي چارواکو او په افغانستان کې ميشتو بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.
طالبانو دغه پېښه غندلې او وياند يې ذبيح الله مجاهد په ولسي خلکو د افغان او امريکايي ځواکونو دغه ډول کړنې (وحشي عمل) بللی دی.
په دې وروستيو کې د بهرنيو ځواکونو شپني عمليات زيات شوي، چې ورسره د ولسي خلکو مرګ ژوبله هم ډیره شوې ده.
په ننګرهار کې په پرلپسې ډول دا څوم ځل دی چې هره شپه ګډ ځواکونو عمليات کوي او مرګ ژوبله پکې ولسي خلکو ته رسېږي.



