نیویارک ټایمز: د بگرام د ناستې انځورونه ارگ فوټوشاپ کړي وو

(کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۶):نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن او د گډ حکومت د مشر اشرف غني پر هغو انځورونو تبصره کړې، چې تېره ورځ په بگرام هوايي اډه کې شوې وه.
نیویارک ټایمز د تبصرې عنوان کې لیکلي« یو ملاقات، دوه انځورونه: سل پوښتنې» وروسته لیکي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د گډ حکومت ځینې لوړپوړي چارواکي بگرام ته ورغوښتي وو؛ خو ارگ د ناستې په انځورونو کې گوتې وهلي او د «فوټو شاپ» په وسیله یې ځینې برخې لرې کړي دي.
په پلازمېنه کابل کې د امریکا سفارت اصلي انځورونه خپاره کړي وو؛ خو د ارگ له لوري په خپاره شویو انځورونو کې ځینې برخې لرې شوي دي.
د نیویارک ټایمز په حواله، په دواړو خپاره شویو انځورونو کې غني او ټېلرسن په یوه بې کړکۍ خونه کې ناست دي، منځ کې مېز پروت دی، پر مېز د چایو ترموز، دوه گیلاسونه، د اوبو بوتلونه، شاته یې دوه ټلویزنونه او دواړه یو بل ته مخامخ ناست دي؛ خو د ارگ له لوري په خپاره شویو انځورونو کې د امریکايي پوځیانو له لوري د نړیوال ساعت معلومولو لهپاره دېوالي ساعت لرې شوی؛ خو ساعت ته تېریدونکی د برېښنا لین یې هېر شوی دی.

په پرونۍ ناسته د ټولنیزو شبکو فعالانو هم سخت غبرگون وښود، چې ولې د گډ حکومت لوړ پورې چارواکي د یوه امریکايي وزیر سره د لیدنې لپاره بگرام ته ورغلي وو او دغه ناسته په ارگ کې نه وه ترسره شوې.
د ټولنیزو شبکو فعالانو د گډ حکومت دغه کړنه پر افغان تاریخ سره کرښه یاده کړې او دغه کار یې غندلی دی.
اوسنی گډ حکومت زیات حقایق تحریفوي او د دوی د میاشتني معاش خورو په وسیله د خلکو ذهنونه اړوي.
نیوریارک ټایمز لیکي، افغان حکومت ددغې ناستې انځورونه داسې وخت بدل کړل، چې په دې وروستیو کې د وسلهوالو طالبانو حملو زور اخیستی؛ خو د امنیتي ادارو ویاندویان یې حتی د ولسوالیو سقوط نه مني.



