د شپږو اسلامي هېوادونو پر خلاف د ټېلرسن شپږ ورځنی سفر

تبصره
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، ریکس ټېلرسن په ناڅاپي توګه افغانسان ته راغلی. افغانستان ته د سفر په اړه نه امریکایي او نه د نړۍ نورو مطبوعاتو یادونه کړې. دومره ویل شوي وو چې ټېلرسن به سعودي ته سفر کوي او په سعودي کې به له عربي مشرانو سره په عربي نړۍ کې پر تازه مسئلو خبرې کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټېلرسن چې لومړی د شپږو اسلامي هېوادونو پر خلاف سفر پیلاوه، د اختلاف لومړی قدم یې ریاض کې . د تیرې یکشنبې په ورځ یې په ریاض کې د عراق او سعودي عربستان د امریکا جوړې همغږۍ شورا په غونډه کې ګډون کړی ؤ چې دواړو هېوادونه عراق او سعودي یې په عربي خاوره او په ځانګړې توګه د ایران پر خلاف د امریکا لخوا جوړ کړل شویو پلانونو عملي کولو ته چمتو کړل.
د ټېلرسن په اړه چې دمخه ارګ ته هم مالومات نه وو ویل شوي، کابل ته په ناببره سفر کې یې له اشرف غني، عبدالله او حنیف اتمر سره کتلي دي چې څرنګه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره جوړه شوې نوې ستراتیژي عملي کړي.
د ټېلرسن په اړه امریکایی رسنیو ويلي چې کابل ته د دوحې له سفره وروسته تللې دی. له دې نه دا مالومه شوه چې ټېلرسن خپل شپږ ورځنې سفر دمخه پلان کړی وو چې څرنګه به د شپږو اسلامي هېوادونو پر خلاف شپږ ورځنی سفر پیلوي او څرنګه به د سعودي او عراق په نږدېوالي سره د ایران مخالفت او منزوي کېدو ته لاره برابروي؟ له هغې وروسته به د دوحې په اړه په خپل نیول شوي تصمیم څرنګه نور عربي هېوادونه د دوحې پر خلاف مخالفت ته هڅوي؟ څرنګه به د هندوستان په ګټه د افغانستان او پاکستان تر منځ د نور اختلاف او بې باوریو لپاره د اختلاف اور ته لمن وهي؟
امریکا چې تل یې په سیمه کې، افغانستان – پاکستان ، ایران – سعودي تر منځ د اختلاف اور ته لمن وهلې اوس غواړي له یمن وروسته دوحه (قطر) هم د عربي هېوادونو په اختلاف کې غرغنډه کړي چې د سعودي په ګډون ټول عربي هېوادونه د قطرسره په مخالفت د جګړې درشل ته ورسوي.
که د ټېلرسن شپږ ورځني سفر ته په پوره غور وکتل شي، نه یوازې دا چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بې باوریو فضا رامنځ ته کوي، بلکې د شپږو اسلامی هېوادونو پر خلاف یې هغه څه په نظرکې نیولي چې اور به یې ټوله اسلامي نړۍ په سر واخلي، بیا به د امریکا لخوا اختلاف لګېدلي اور لمنې وهلو ته اړتیا نه وي، خپله به په جګړه کې داسې اخته وي لکه نن ورځ چې د یوه افغانستان او یوې خاوری بچي (افغانان) په خپلو کې سره وژني.
امریکا په سیمه کې د اورلګونې نوې ستراتیژي د افغانستان او جنوبي اسیا په نامه جوړه کړې ده، خو غواړي د افغانستان، پاکستان، ایران، عراق او منځنۍ اسیاد هېوادونو په ګډون یمن، ریاض او قطر هم د جګړو په اور کې وسوزي.
که د امریکا د نوې پالیسۍ اور یو ځل لمبې پورته کړې، بیا به یې مړه کېدل د افغانستان، عراق، یمن او سوریې په څېر ناشوني وي، ځکه امریکا په هر هېواد کې د اختلاف اور ته د دوستۍ په نامه لمن وهي او یوازې هغه هېواد نه، بلکه د عراق، افغانستان، سورېې او یمن په څېر ګاونډي هېوادونه هم پکې سوزوي.



