د سولې عالي شورا: د طالبانو دفتر دې په درېیمگړي هېواد کې پرانېستل شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۳):د سولې عالي شورا یو ځل بیا له گډ حکومت غوښتي، چې په قطر کې دې د طالبانو دفتر وتړي او په درېیمگړي هېواد کې دې پرانېزي.
د دې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وايي، د طالبانو سره د سولې لهپاره باید یوه ادرس وي؛ خو دغه ادرس دې د قطر پرځای په بل هېواد کې پرانېستل شي؛ خو نوموړي ونه ویل، چې دغه درېیمگړی هېواد به کوم وي.
د سولې عالي شورا د طالبانو د دفتر د ځای د بدلېدو خبره داسې مهال کوي، چې په تېره اوونۍ کې وسلهوالو طالبانو څلور ولسوالۍ ونیولې، د پکتیا پر امنیه قومندانۍ یې برید وکړ، د مارشال فهیم پوځي پوهنتون مخې ته یې چاودنه وکړه او له دوه نیم سوو ډېر نظامیانو ته یې مرگژوبله واړوله.
خو د سیاسي چارو کاپوهان وايي، چې د قطر دفتر د بندېدو یا د ځای د بدلون پرځای باید حکومت د سولې خبرې گړندۍ کړي او روانې جگړې ته د پای ټکی کېږدي.
د سولې عالي شورا د طالبانو د سیاسي دفتر د ځای د بدلون خبره داسې مهال کوي، چې اوسمهال د هېواد زیاته خاوره د طالبانو تر ولکې لاندې ده او جگړه د ارگ تر دروازو رسېدلې ده.
د گډ حکومت مشر هم امریکا ته پهخپل سفر کې ویلي وو، چې له امریکايي چارواکو به وغواړي چې په قطر فشار راوړي، څو د طالبانو دفتر وتړي.
تېره ورځ د ترکمنستان او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارتونو وویل، که په قطر کې د طالبانو دفتر وتړل شي؛ نو یاد هېوادونه چمتو دي، چې طالبانو ته د سولې د فتر د پرانېستو ځای ورکړي؛ خو که طالب مشران یې ومني.



