غني مرکزي اسيا ته د پاکستاني مالونو د بندولو ګواښ کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۳): ولسمشر غني له هندي چارواکو سره په کتنه کې ګواښ کړی، که پاکستان هند ته د افغانستان د سوداګرۍ مخنوی وکړي، نو دوی به مرکزي اسيا ته په پاکستاني مالونو پابندي ولګوي.
نوموړي له هندي چارواکو سره په په غونډه کې د د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو سربېره د امریکا د نوې جګړه ییزې ستراتېژۍ په اړه هم خبرې کړي دي.
ولسمشر غني د چابهار له لارې افغانستان ته په هندي غنمو خوښي ښکاره کړې او ويلي يې دي، چې دغه بندر د پاکستان سره د سوداګريزو اړيکو ښه بېلګه بللې ده.
څو ورځې مخکې د ګډ حکومت مشر اشرف غني په يوه فرمان کې افغانستان ته په پاکستاني بار وړونکو لاريو بنديز ولګاوه او ويې ويل چې پاکستاني بار وړونکۍ لارۍ يواځې تر سرحدي ګمرکونو پورې راتلی شي او له هغه ځايه به افغاني موټران نورو ځايونو ته مالونه انتقالوي.
ولسمشر غني د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د امریکا د نوې تګلاره په اړه هم خبرې کړي او دواړو لوريو دغه ستراتيژي مؤثره او صریحه بللې ده.
نريندرا مودي په تېرو وختونو کې هم د ډونلډ ټرمپ نوې ستراتيژي د ترهګرو ځپلو لپاره ګټوره بللې وه، خو روسیې او د هند بل سيال هېواد پاکستان د ټرمپ ڼوې ستراتيژي ناسمه او د سيمې په زیان بللې ده.



