فلیف جیردي: طالبان یو قوت دی او امریکا باید دا درک ولري:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۴ فرید افغان)

د امریکا د استخباراتي ادارې پخواني افسر فلیف جیردي د روسیې د اسپونتیک خبري آژانس ته په یوه مرکه کې ویلي چې، طالبان په افغانستان کې یو لوی ځواک دی او باید د یو قوت په حیث ورته وکتل شي.
د نوموړي افسر په خبره؛ طالبان به د امریکا د بهرنيو چارو د وزیر د سولې شعاریزه طرحه چې (وسلې په ځمکه کیږدئ او تسلیم شئ ) قبوله نه کړي .
د فلیف په خبره؛ نه امریکا په افغانستان کې د سولې هوډ لري او نه هم وسلوال مخالفین یې له زور آزمایلو ویره لري.
نوموړی زیاتوي؛ امریکا د افغانستان پر وړاندې خپل سیاسي درک له لاسه ورکړی او هر هغه څه تر سره کوي چې په راتلونکي کې به پرې شرمنده وي.
د دې امریکایي مدیر په وینا؛ طالبان په امتیاز ورکولو سره سولې ته غاړه نه ږدي بلکه یو داسې جوړجاړی غواړي چې له مخې یې په ټولیز ډول د جنګ ریښې ختمې شي چې هغه د نړیوالو ځواکونو وتل دي، هغه چاره چې نه افغان حکومت او نه هم امریکایي ځواکونو ته د منلو وړ شرط ده.
نوموړي په ټینګار سره ویلي چې امریکا باید طالبان د یوه سیمیز مطرح قوت په حیث ومني او باید دا درک ولري چې دا ځواک د افغانستان د دولت سره موازي بل حکومت ده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button