داعش که امریکایي یرغلګر

هـبةالله مـنتقـم
په تیرو درې څلورکلونوکې دداعش په نوم یوه وحشي ډله ننګرهارکې راپیداشوه که څه هم له ننګرهارنه مخکې داعش وسله وال په عراق اوشام ځینوځایونوکې راپیداشوي ول دیادې ډلې مشري دابوبکرالبغدادي په غاړه ده دوئ له پیل نه تراوسه دمسلمان پرخلاف وسله رااوچته کړې کله چې ننګرهارته راغلل په یودوه ولسوالیوکې یې خپل جنګیالي ځای پرځای کړل پدوئ کې اکثریت هغه غله قطاع الطریق دنیاپرست اودمسلمانانوقاتلان دي کوم چې دامارت اسلامي له صف څخه دیادو ناوړواعمالوله کبله وشړل شول.
همدغه وحشي ځناورراجمع شول اودامارت اسلامي دمجاهدینوپرخلاف یې جګړه پیل کړه دوئ په ننګرهارکې خاص دامارت اسلامي له مجاهدینوسره ونه جنګیدل بلکې په ځینوولسوالیوکې یې دپیغلوعزتونه لوټ کړل واړه بچي یې ورته شهیدان کړل پیښوراوخاص ننګرهارکې یې ډیرلوئ شیخان مفتیان علماءکرام په شهادت ورسول دعلماؤو شهیدانول اګرکه دبخاري شریف درس هم کوي داعشي وهابي ته یې مرګ روادئ په ننګرهارکې یې یوشیخ الحدیث په داسې حال کې په شهادت ورسوه چې دبخاري شریف درس ته ناست وه دوئ نه عالم پریښودنه یې حافظ دقرآن پریښودنه یې معصوم ماشومان پریښودل نه یې دمسجدخیال وساته اونه دکتاب ، یوه ویډیومې کتله چې ننګرهارکې یې یوسپین ګیرۍ دمسجدامام رانیولۍ یو وابي ورته وایي کاکاته جاسوس یې بل ورته وایي ته دپاکستان غلام یې آخریوبل راغۍ نوروملګروته یې وویل ولې ورسره دومره سرخوږوۍ که جاسوس نه وي نوحنفي خوده که نه. پدې وخت کې یې له دې ملاڅخه سرغوڅ کړاوپه شهادت یې ورسوه.
دوئ اکثریت وابیان اوپنجپیریان دي هرمقلد حنفي دوئ ته مرتد ښکاري اودحنفیانو مرګ یې رواګرځولۍ ددوئ بل هیڅ مقصدنه دئ نه یې په قرآن عمل شته نه په احادیثوبلکې دقرآن اواحادیثوسره یې کلکه دښمني شروع کړې ددارالعلوم دیوبندعلماؤودعربي ممالکوټولوعلماؤواودافغانستان اوپاکستان علماؤوپرې دخوارجوفتوه ورکړې دوئ خوارج دي دجهنم سپي دي امریکایانوچې په افغانستان یرغل وکړدځان ددفاع لپاره اودخپلونوروګټولپاره یې په یوڅوډالروغلامان پیداکړل دوئ ملي اردوجوړه کړه دوئ پولیس اواربکیان جوړکړل خوبیاهم دوئ طالب مات نکړاونه یې ختم کړبلکې ددوئ پرخلاف طالبان نورهم زیات شول امریکادومره غلامان وروزل خوکومه ګټه یې ورونه رسوله نه یې امریکایي عسکرله حملووژغورل اونه یې طالب ختم کړامریکادې وخت کې بل سوچ اوفکروکړامریکادوابي داعشي په نوم خپل ملګري پیداکړل دوئ یې دطالب سره جګړې ته وهڅول اودهرقسمه کومک لپاره یې ورته سینه وډبوله امریکاهم غواړي چې افغانستان مکمل اشغال کړي طالب ختم کړي داعش هم همداآرمان لري اوجګړه یې دهمدې لپاره ده همداداعشیان خوارج امریکایي یرغلګردي ددوئ رهبري امریکاکوي ددوئ کومک امریکاکوي زه خووایم ترکومه چې دلته امریکایان موجودوي دداعش نوم به هم وي ځکه ټول امریکایان داعشیان دي دانوم اوداخلک همدوئ راپیداکړل تاسوبه خبریۍ چې څه موده وړاندې دننګرهارولایت په پیچیرآګام کې دطالبانواودداعشیانوترمینځ جګړه پیل شوه امریکايي طیارې دداعش کومک ته راغلې اودطالبانودفاعي خطونه یې ویشتل ډرون په طالب کیده بمبارپه طالب کیده زمیني جنګ کې دکابل دمزدورې ادارې عسکرودطالب خلاف جګړه کوله خوپه داعشیانویوډزغلطۍ کې هم دوئ ونکړه ددې نه معلومه شوه چې داعشیان څوک دي دننګرهارولس په دې پیښوخبردئ همداسې تیروورځوکې دوه لارۍ له اصلحوڅخه ډکې په کونړکې ونیول شوې چې داعشیانوته یې وررسولې همغه وه چې دحکومتي لوړپوړوچارواکوپه امربیرته پریښودل شوې امریکایان چې کله له افغانستان څخه مکمل وتښتیدل بیابه دداعش نوم هم څوک وانه وري ځکه دلته دامریکایانوموجودیت دداعش موجودیت دئ داعش دطالب په مقابل کې هیڅ هم ندئ طالب ۴۸ کفري ملکونوسره سرووهه اودړې وړې یې کړه یودې پکې داعش وي الحمدلله زمونږپه دې باندې ایمان ده هرهغه څوک چې داسلام په مقابل کې ولاړوي اوټوله نړۍ یې مرسته وکړي په هیڅ صورت کې به هم کامیابي ترلاسه نکړي ځکه زمونږنصرت زمونږامدادونه الله جل جلاله کوي اودالله ج نصرت چې دچاسره وي هغه نه دټرمپ پرواه لري نه دبوش اوابامااونه دداعش پرواه لري
نصرمن الله وفتح قریب
چې الله درسره مل نه وي رحمانه
که لښکرې درسره وي یک تنهایې



