غزني کې دوه قومندانان او ۱۴ پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۶): وسله والو طالبانو په غزني ولايت کې د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي او پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی وسله والو د شهباز او قاضي قلعه په سيمو کې دوه پوستې نيولي، چې په ترڅ کې د دوو قومندانانو په ګډون څوارلس تنه پوليس وژل شوي دي.
طالبان وايي: (له پوستو څخه ګڼ شمیر سپکه او درنه وسله، مهمات او نظامي توکي مجاهدینو یوړل).
د غزني امنيه قوندانۍ يوې باوري سرچينې د طالبانو بريدونه تائيد کړي او په خبره يې چې تر دې دمه د ۸ عسکرو جسدونه مرکز ته انتقال شوي دي.
روغتيايي چارواکي وايي، دوی ته له يادې پېښې څخه څلور ټپيان وروړل شوي دي، چې د دوو ټپيانو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.
تر اوسه ولايتي چارواکو د عسکرو د وژل کېدو په اړه رسمي تبصره نه ده کړې.



