خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

ویسا:
درېغه موږ په تيارو پېړيو كې اوسېداى!!
سیاسی شنونکی:
چې په فساد او غلا کې نور هم مخ ته وای
اصلاح:
ډيورنډ او د ولسمشر شاعرانه شعارونه!
سیاسی شنونکی:
اسلامي افغانستان او د ولسمشر غیر اسلامی کارونه
اراده:
تشريفاتي خواخوږي ناورين نه ختموي!
سیاسی شنونکی:
بلکې ناورین یواځې د طالب جان کیبل ختمولای شي او بس
هیواد:
يا اوس يا هېڅكله نه!
سیاسی شنونکی:
دا خو سم د حکمتیار صیب شعار ته ورته دی چې ویل به یی یا به زه یم یا به هیڅوک نه
افغانستان:
د طالبانو وروستي خونړي بريدونه!!
سیاسی شنونکی:
او په ګډ حکومت زلزله او …
ویسا:
په ننګرهار کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملیاتو کې اووه ملكي وګړي وژل شوي
سیاسی شنونکی:
دا د ټرمپ د استراتیژۍ د پیل مرحله ده او اشرف غني تایید کړې ده
نیویارک تایمز:
ارگ عکس دیدار رئیس جمهور غنی با تیلرسن را دستکاری کرده است
تحلیلګر سیاسی:
بخاطریکه ارګ میزبان یک رئیس جمهوری است که از راه جعل کاری به قدرت رسیده است.
حسن هاني زاده:
امریکا غواړي داعش افغانستان او مصر ته ولېږدوي
سیاسی شنونکی:
ځکه چې دلته لوبه په سړیدو ده او باید لوبه ګرمه کړي
ډان ورځپاڼه:
پاکستاني توکو په افغانستان کې خپل پخوانی بازار بایللی
سیاسی شنونکی:
ځکه چې طورخم بند کړه طورخم خلاص کړه، نو اعتبار به نه بایلي؟
ټېلرسن:
پاکستان د سیمې د سولې او امنیت لپاره مهم دی
سیاسی شنونکی:
یو بندي یې ورته خلاص کړ نو سملاسي یې بیا چاپلوسۍ ته لاس واچاوه
هیواد:
افغانستان د نویو سیاسي معادلاتو په منځ کې
سیاسی شنونکی:
بس افغانستان ګرم تنور دی هر سړی پکې ډوډۍ پخوي
اراده:
كه امريكا خنډ نه شي، سوله ناشونې نه ده
سیاسی شنونکی:
او که امریکا ځنډ شي د ګډ حکومت نسکوریدا شونې ده
اصلاح:
د چین وده د نړۍ د اقتصاد مرستندویه
سیاسی شنونکی:
چین نه دی سم جوج مأجوج دی یو کار هم ترې پاتې ندی
ویسا:
پردى شوى سياست؛ وطن زما؛ واك يې د امريكا
سیاسی شنونکی:
ځکه چې خیټه ستا او ډوډۍ پکې د امریکا نو ځکه
امریکا:
دامن زدن به تفرقه های مذهبی و قومی بخاطر اهداف استکباری
تحلیګر سیاسی:
و ماستر مایند تفرقه افګني مذهبي او قومی خود امریکا
سفیر افغانستان در قطر:
دفتر سیاسی طالبان از قطر به ترکمنستان و یا اندونیزیا منتقل می شود
تحلیلګر سیاسی:
لکه ونه مستقیم په خپل مقام یم *** که خزان راباندې راشي که بهار
ارګ:
ولسمشر غني له هندي چارواکو سره پر خپلمنځي اړیکو او سیمه ییزې همکارۍ خبرې وکړې
سیاسی شنونکی:
مسلمان ځي ځي او د هندو لمن نیسي.



