د حکومت بې کفايتي به ولس پاڅون ته اړ کړي

سرلیکنه
دممهال، په ٢٤ ولاياتو کې جګړې روانې دي. په ځینو ولاياتو کې جګړو زور اخیستی او په ځینو کې د تېر په څېر بريدونه دوام لري، خو له يوې مياشتې راپدېخوا چې په غزني، پکتيا، وردګو او کابل مرکز کې طالب وسله والو سخت بريدونه وکړل او په يادو ولاياتو کې یې حکومتي ځواکونه تر سختې محاصرې لاندې ونيول. که محاصره شویو امنيتي پوځونو هر څو چیغې وکړې، د حکومتي مسئولینو د نه همغږۍ له امله ورته مرسته ونه رسېده – څه ووژل شول او څه طالب وسله والو له ځانونو سره ژوندي روان کړل.
په پکتیا کې چې کوم بریدونه وشول، یو شمېر نظامی چارواکو له پېښو وروسته تائید کړه چې د مخه ورته خبر ورکړل شوی ؤ چې دا ډول بریدونه به صورت نیسي. د کندهار میوند له پیښې، چې لسګونه امنیتي ساتونکي وژل شوی او څه یې تري تم دي، دا څرګنده شوه چې د حکومت د بې کفایتۍ له امله له ولسوالیو امنیتي پولیس په تېښته دي او هم د امنیتي مسئولینو تر منځ نه همغږۍ پوستې د وسله والو طالبانو په لاس ورکړې. که د امنیتي مسئولینو تر منځ همغږي موجوده وای، د غزنی ولایت اندړو ولسوالۍ کې به د پولیسو محاصره تر اونیو نه رسېده.
د حکومت په داخل کې د حکومتولۍ ناکامي او په بهر کې غلطه سیاسی کړنلاره ده چې بې کفایته چارواکو افغانستان په نړیواله کچه د فساد په لومړي کتار کې ودراوه. اوس په نړیواله کچه د ښوونې او روزنې وزارت بدنام شو چې هرښوونکې بې له رشوته نه مقررېږي. په پوستو او لویو لارو کې د اکمالاتو پر مهال وسلې او نور پوځي تجهیزات پلورل کېږي. ځکه خو د هېواد په زیاتره ولایاتو کې ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي او ځوان نسل د انساني ناورین له امله ورځ په ورځ بهرنیو هېوادونو ته په مرګونو لارو سفرونه کوي.
د ښوونې او روزنې د وزارت تر څنګ دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې چې د هېواد لیرو پرتو سیمو کې محاصره شویو پولیسو ته خوراکي مواد او پوځي تجهیزات نه رسول کېږي، د بې کفایته ادارې موجوده پوځي چارواکې یې پلوري.
دا ډول بې کفایته اداره چې داخل او بهر کې له ناکامیو سره مخ ده، کړنې به یې آخر ولس یوه ستر پاڅون ته اړ کړي چې دې ډول پاڅون ته شپې ورځې رالنډېږي.
دمخه به په هېواد کې د هغه چا ژوند له ستونزو سره مخ ؤ چې د بهرنیو مرستو په چور چپاول کې به یې ونډه نه درلوده، خو نن ورځ هغه کسان هم له خپل برخلیکه ناخبره دي چې تر خپله وسه یې چور چپاول کړی دی او اوس د بهرنیو پوځونو په کمښت یې د عایداتو امکانات ورځ په ورځ کمېږي. دا ډول اشخاص اوس د ځانونو لپاره د خپل هېواد په پرتله د بهرنیو هېوادونو ژوند غوره بولي.
په هېواد کې د مشرتابه د بې کفایتۍ له امله په څلورو زونونو کې د حکومت پر خلاف اېتلافونه جوړ شوي چې د مشرقي، شمال او جنوبي زونونه له حکومت سره د ملاتړ پرېکون ته نږدي شوي دي. دوستم او عطا محمد نور خو دمخه په حکومت کې د خپلې غوړې ونډې په نه ترلاسه کولو سره د حکومت پر خلاف پرېکړې کړې دي او ډېر ژر ده چې مشرقي او جنوبي ولایات هم په دې اړه تصمیم ونیسي.
که د حکومت ناکامه پالیسې او د امنیتي مسئولینو تر منځ نه همغږي، په زونونو کې اېتلافونه، په وزارتونو کې په پراخه کچه فساد، له بهرنۍ نړۍ سره ناکامه پالیسي او…. دوام ولري؛ ولس اړ دی چې د حکومت پر خلاف په مرکز کابل او ولایاتو کې یو ستر پاڅون وکړي.



