ننګرهار: طالبانو او ولسي خلکو پر داعش وسله والو جګړه پيل کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۶): د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو- ولسي خلکو پر داعش وسله والو بريدونه کړي او دمګړۍ سخته جګړه روانه ده.

د خوږياڼو ولسوال مبارز خادم رسنيو ته ويلي، چې نن سهار وسله والو طالبانو په داعش وسله والو بريدونه وکړل او د څپري سيمه يې له داعش وسله والو ونيوله.

يوه سيمه ييز پوليس امريکاغږ ته ويلي، طالبانو ځينې کلي له داعش وسله والو نيولي او اوس مهال په سيمه کې د درنو او سپکو وسلو جګړه روانه ده.

کابل ټکی کام ته يوه ځايي طالب وويل، چې نن سهار يې د داعش وسله والو پر مرکزونو له درې خواوو بريدونه پيل کړل، چې لومړی بريد يې د “څپري” په سيمه و او په خبره يې چې په لږ وخت کې يې له داعش وسله والو دغه سيمه پاکه کړه او پر مخ روان دي.

سرچينه زياتوي، چې طالبانو او ولسي خلکو په ګډه د (دار) سيمې او سپين غر له طرفونو بريدونه کړي، چې په وينا يې تر دې دمه ډیری کلي له داعش وسله ولو تصفيه شوي دي.

هغه وايي، د ابراهيم جومات په سيمه کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي، چې جسدونه يې د جګړې په ډګرپراته دي او په خبره يې چې له داعشيانو يې سپکې او درنې وسلې او نور مهمات هم نيولي دي.

ويل کېږي، اوس مهال په ابراهيم جومات ساحه کې جګړه روانه ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، په دغه جګړه کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې کره معلومات نه دي شوي.

هغه وايي، د دواړو غاړو د جګړو په ګټه اخيستو د افغان او بهرنيو ځواکونو عمليات هم په سيمه کې پیل شوي، چې د دواړو خواوو وسله وال په نښه کړي.

تر اوسه طالبانو يا داعش ډلې په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې داعش وسله والو د وزيرو په تنګي بريد وکړ، چې له کبله يې سلګونه کورنۍ کډه کولو ته اړ کړل شوې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button