
واده پنسل پاک ته اړتيا لري
ژباړه: محمد نبي (الدين)
يو سپين ږيری کيسه کوي:
يوه ځوان واده وکړ، پلار يې د مبارکۍ لپاره کور ته ورغلی. کله چي يې پلار کښېناست، له زوی څخه يې کاغذ، پنسل او پنسلپاک وغوښتل.
ځوان: څه په کوې؟
پلار : بس را يې وړه…
ځوان ولاړ شو، پنسل او کاغذ يې پيدا کړل، خو پنسل پاک يې نه کړ پيدا.
پلار: ولاړ سه او له بازاره يې راوړه!
زوی هم په تعجب سره له کوره د بازار په لور روان سو، پنسل پاک يې راوړ او د پلار تر څنګ کښېناست.
پلار : وليکه!
ځوان: څه وليکم؟
پلار : چي خوښه دي وي.
ځوان يوه جمله وليکله.
پلار: پاکه يې کړه!
ځوان هغه بيرته پاکه کړه.
پلار : وليکه
ځوان: ته او خدای! ستا مطلب څه دی؟
پلار : وليکه.
ځوان بيا يو څه وليکل.
پلار: پاکه يې کړه!
ځوان بيرته جمله پاکه کړه.
پلار: وليکه
ځوان وويل: ته او خدای! راته ووايه ستا مطلب څه دی؟
پلار: وليکه!
ځوان د درېيم ځل لپاره بيا يو څه وليکل.
پلار: پاک يې کړه!
وروسته پلار زوی ته وکتل او ويې ويل: ايا اوس هم ورقه سپينه ده؟
ځوان: هو، مګر ته راته ووايه چي څه خبره ده؟
پلار ځوان پر اوږه وټکوی او ورته ويې ويل: ګرانه زويه! واده پنسل پاک ته اړتيا لري، که ته په واده کي له ځان سره پنسل پاک و نه لرې او د خپلي ښځي ځيني هغه مواقف، چي ستا نه خوښيږي، ورباندي پاک نه کړې او ستا ښځه هم همداسي و نه کړي، نو د واده صفحه به ډېر ژر تکه توره سي.



