ابن سينا مرکز ۲۰۰ معتاد ناروغان فارغ کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۶): په کابل کې د معتادينو د درمنلې له مرکز (ابن سينا) څخه ۲۰۰ په نشو روږدي کسان له درې مياشتنۍ درملنې وروسته فارغ شول.
د عامې روغتيا په وزارت کې د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو د څانګې مسئول شاپور يوسف وايي، دغه کسان درې مياشتې وړاندې په ډير بد حالت کې د ابن سينا د معتادينو د درمنلې مرکز ته راټول شوي و.
د هغه په وينا، له درې مياشتنۍ درملنې وروسته دغه دوه سوه تنه رخصت شول او پر ځای يې د کابل له بېلابېلو سیمو څخه دوه سوه تنه نور نشه يان راټول او ياد مرکز کې د درمنلې لپاره داخل کړل شول.
په نشو روږدي کسان نه يوازې دا چې د خپلو کورنيو لپاره يو سرخوږی دی، بلکې ټولنه او بېلابېل دولتي او نادولتي موسسات يې هم له ډول ډول ستونزو سره مخ کړي دي او تعداد يې مخ پر زياتېدو دی.
ويل کېږي، د افغانستان په ځينو تعلیمي او دولتي ادارو کې هم د نشيي مواد استعمال زيات شوی دی.
يوه اوونۍ مخکې د معالجوي طب محصل بصير احمد چې د کابل پوهنتون په لیلیه کې اوسېږي رسنيو ته وويل، چې نشهيي مواد نه یوازې دا چې د پوهنتون په صحن کې کارول کېږي، بلکې په لیلیه کې هم یو عادي کار ګرځېدلی دی.
د ورکړل شويو شميرو له مخې افغانستان تر درېيو میلیونو ډېر معتادین لري په داسې حال کې شپاړلس کاله وړاندې په ټول هېواد کې درې زره معتادينو هم وجود نه درلود.



