په هېواد کې د کوکنارو کښت څلوېښت سلنه زيات شوی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۶): د نشه يي موادو پر وړاندې د مبارزې چارواکي وايي، په هېواد کې د کوکنارو په کښت کې څلوېښت سلنه زياتوالی راغلی دی.
د نشه موادو پرضد د مبارزې وزارت وايي، ځکه د کوکنارو کښت زيات شوی، چې په ۲۰۱۶م کال کې افغانستان ته د کوکنارو اصلاح شوی چينایی توخم وارد شوی دی.
د دغه وزارت وياند حنيف دانشيار رسنيو ته وويل، په دې اړه شواهد لري چې د پاکستان له لارې افغانستان ته چينايي اصلاح شوی تخم وارد شوی، چې په وينا يې دېرش سلنه يې په هلمند او کندهار ولايتونو کې کرل شوی دی.
هغه وايي، افغانستان ته له ګاونډیو هیوادونو څخه د کوکنارو د اصلاح شوي تخم د قاچاق له امله د کوکنارو په کرکیله کې زیاتوالی راغلی دی.
د هغه په وينا، داسې شواهد ورسره نشته چې وښيي دغه خاشخاش د دولتونو په مرسته افغانستان ته وارد شوی خو وايي اوس هم قاچاق کوونکي هڅه کوي چې نور اصلاح شوي تخمونه افغانستان ته وارد کړي.
د مخدره موادو کارپوه او سیاسي تحليلګر عباس فراسو ويلي:”د کوکنارو هغه اصلاح شوي تخمونه چې افغان بزګرو ته ورکول کېږي د هغو هېوادونو له خوا چمتو کېږي چې هلته د نشه يي موادو د رانيولو او خرڅولو ازاد بازارونه شته، کېدای شي دا کار د دولتونو رسمي سیاست نه وي، خو کورني مافیايي کړۍ په دې هېوادونو کې پراخ فعالیت لري او د دولتونو په جوړښت کې هم نفوذ لري، په ځینو هېوادونو کې يې حکومتونه هم مديریت کوي.”
د ښاغلي فراسو په باور، تر هغو چې د افغانستان ګاونډیان په خپلو هېوادونو کې د مخدره موادو د قاچاق مخه و نه نیسي، په افغانستان کې به د کوکنارو کښت راکم نه شي.
ويل کېږي، افغانستان په نړۍ کې د نشه يي موادو په توليد کې تر ټولو لومړی مقام لري.



