د فوټبال غوره لیګ د سیالیو اتلولي «شاهین اسمايي» وګټله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۶):د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د سیالیو اتلولي شاهین اسمايي وګټله او د میوند اتلانو ته یې ۴ـ ۳ ماتې ورکړه.

د فوټبال غوره لیګ د سیالیو په شپږم پړاو کې میوند اتلان او شاهین اسمايي لوبډلې پای لوبې ته رسېدلې وې، چې تېره شپه شاهین اسمايي د دویم ځل لپاره دغه اتلولي په خپل نامه کړه.

د فوټبال غوره لیګ سیالي هر کال ترسره کېږي، چې سږ کال د اتو زونونو اتو لوبډلو پکې برخه اخیستې وه؛ خو پای لوبې ته میوند اتلان او شاهین اسمايي لوبډلې ووتې.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې شاهین اسمايي او میوند اتلان لوبډلې دوه پر دوه مساوي وې؛ خو د ۳۰ دقیقو اضافي وخت کې شاهین اسمايي دوه او میوند اتلانو یوه ګول وواهه او دغه اتلولي یې د دویم ځل لپاره شاهین اسمايي په خپل نامه کړه.

سږ کال شاهین اسمايي، د میوند اتلان، د هریرود توپان او اباسین څپې لوبډلې په لومړي ګروپ او د سپین غر بازان، سیمرغ البرز، د امو څپې او د هندوکش بازانو په دویم ګروپ کې سیالۍ وکړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button