جېمزمتېس: د شمالي کوريا اتومي پروګرام ستر ګواښ دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۶): د امريکا د دفاع وزير يوځل بيا د شمالي کوريا د اتومي پروګرام په اړه توندې څرګندونې کړي دي.
نوموړي د شمالي کوريا اتومي وسلې او توغندي د هغه هېواد لپاره ستر ګواښ بللی او زياته کړې يې ده، چې هېواد به يې هيڅکله شمالي کوريا په دغسې حالت کې ونه زغملی شي.
متېس دغه څرګندونې په جنوبي کوريا کې د هغه هېواد له چارواکو سره کړي دي.
د امریکا دفاع وزیر متېس ويلي، چې هېواد یې له دیپلوماتیکو لارو د شمالي کوریا د کړکېچ پای غواړي، خو که شمالي کوریا پر امریکا او ملګرو یې د اتومي بريد هڅه وکړي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.
له څو کلونو راهيسې دواړه هېوادونه يوبل ته ګواښېږي، خو په دې وروستيو کې امريکا او شمالي کوريا يوبل ته آن د اتومي بريدونو ګواښونه هم وکړل، خو تر اوسه يوې غاړې هم پوځي اقدام نه دی کړی. نږدې دوه اوونۍ کېږي چې دغه ګواښونه يوڅه راکم شوي دي.



