زابل کې طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۷): د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې، چې دواړه غاړې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاګا کوي.

د ارغنداب ولسوال اميرجان الکوزی وايي، تېره شپه سلګونو طالب وسله والو د يادې ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا شپږو امنيتي پوستو طالبانو بريدونه وکړل او څوارلس پوليسو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

نوموړی وايي، د طالبانو په دغه بريد کې شپږ پوليس وژل شوي او ۸ تنه نور ټپيان دي.

هغه وايي، په دغه جګړه کې شل وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله رسېدلې ده.

خو يوې بلې سرچينې پژواک ته ويلي، چې په دې نښته کې اته پوليس وژل شوي دي او ١٢ نور ټپيان دي.

له بله پلوه د بريد مسئوليت طالبانو په غاړه اخيستی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د يادې ولسوالۍ اړوند د شنوټاټو، بلوداد او غمي پوستو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې يوه پوسته په مکمله توګه نيولې او پکې ۸ تنه عسکر وژل شوي او د هغوی وسلې يې له ځان سره وړي دي.

طالبان وايي، په ټوله جګړه کې د دوی درې وسله وال ټپيان دي او يو بل وژل شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button