دولت له مسجدونو وېره لري

ډاکټر آصف

مسجد ته په اسلام کې د الله تعالی د کور مرتبه ورکړل شوې، او د مسجد صفت په قرآن کې الله تعالې ذکر کړی، او رسول الله ص د مسجد په اړه ویلي دی چی د ځمکې پر مخ تر ټولو بهترین ځایونه مسجدونه دي.

تر ټولو ستر مسجد مسجد الحرام (کعبه شریفه) ده او په دوهمه مرتبه کې ورپسې مسجد النبوي ص دی، او په دریمه درجه کې مسجد الأقصی دی.

نور په نړۍ کې ودان شوي مسجدونه ټول الله تعالی ته د عبادت کولو لپاره ودان شوي دي، په مسجد کې پر ۵ وخته ملکوتي اذان او ۵ وخته په جمع لمونځ برسیره د مسلمانانو د اولادونو لپاره درسګاه او تربیه ګاه هم ده.

صحابه کرامو به په مسجد کې په غشو او نیزو باندې د نښو ویشتلو ټریننګ هم کاوه او رسول االله ص او بې بې یې عایشه به یې د کور د کړکۍ نه تماشې ته ولاړ وو.

مسجد په اسلام کې د اسلام د سترو شعایرو له جملې څخه دی.

په افغانستان کې هم کله چې اسلام راغی او خلک په دغه مبارک دین مشرف شول نو بې شمیره مسجدونه یې په خپل هیواد کې آباد کړل، چې تر اوسه پوری وجود لري، او مسلمانان پکې خپل عبادتونه کوي.

په مسجد کې  د جمعې په مبارکه ورځ او د دوه اخترونو په ورځو  کې د مسجد امام خلکو ته وعظ او نصیحت کوي اسلام ورته بیانوي او د کفارو له شیطاني لارو څخه یې د اسلام پاکې لارې ته متوجه کوي.

کله ناکله پر دې برسیره دیني عالمان په مسجدونو کې د قرآن کریم ترجمه هم خلکو ته کوي، او ډیری مبلغین او داعیان هم وخت نا وخت پاڅیږي او خلکو ته د خدای دین بیانوي.

خو متأسفانه چې په افغانستان کې د امریکا د لاسپوڅي حکومت له راتګ وروسته د مسجدونو حالات ورځ تر بلې د ویجاړۍ حالت خواته په عمدي توګه درومي.

د ننګرهار ولایت په دولتي هوتل کې د مسجد لوډسپیکري د دې لپاره لرې کړای شوي دی چي په هوټل کی د پرتو مسافرینو خوب ته مزاحمت کوي، او د مسجد امام هم رخصت کړای شوی دی، که څوک د دغه مسجد بد حالت له نږدې وګورې نو بې له ځنډه به یې له سترګو اوښکې توی شي، د مسجد په داخل کی د خاورو ګردونو، او غڼو د جالونو بده ورځ ده، چې څوک نشي کولای لمونځ پکی وکړي.

IMG_20171028_140059

همدا راز اوس په ځینو وزارتونو کې مسجدونه د لمونځ کوونو پر مخ یواځې د یوه ساعت لپاره پرانیستی وی له یو ساعت پوره کیدو وروسته سملاسي تړل کیږي، او د دروازې پر سر اعلان نصب کول کیږي چې د معلومو دلایلو له مخو له یوه ساعت پرته به د مسجد دروازه د لمونځ کوونکو پر مخ تړل شوي وي.

کله چې له خلکو پوښتنه وشوه چې معلوم دلایل یې څه شی دی، نو خلک وایی چې کله ناکله دیني عالمان له لمانځه وروسته خلکو ته تبلیغ او دعوت کوي خلکو ته د الله او د رسول لاري ښئ او د شیطاني او کفري لارو څخه یې ویروي. نو په دې دلیل اوس د دې لپاره چې په مسجد کې دین بیان نشي، دولتیان مسجدونو ته قلفونه اچوي.

دولتیان له دین نه ویره لري، مسجد کې یواځې د لمونځ کوونکو پر لمونځ کولو اکفتا کوي، او د دین بیانول د ځانونو لپاره خطر بولي. 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button