د سوداګریزو توکو پرمخ د چابهار لاره رسما پرانستل شوه:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۷ فرید افغان)

نن ورځ د هند او افغانستان تر منځ د چابهار ترانیزیټي لار د دواړو هیوادونو د چارواکو لخوا رسما پرانستل شوه.
هند ژمنه کړې چې په لومړي سر کې به له دې لارې افغانستان شاخوا ۱،۱ میلون ټنه غنم صادر کړي.
د دې ترانزیټي لارې د پرانیستې مراسم د افغانستان او هندوستان د بهرنیو چارو د وزیرانو لخو د یو ویدیویي کنفرانس په ترڅ کې ترسره شول.
په پام کې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې به د چابهار بندر له لارې د هند د غنمو لومړی بار افغانستان ته ولیږدول شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هندو چارواکو ورسره ژمنه کړې چې پر راتلونکو ورځو کې به د غنمو ۶ نور بارونه هم افغانستان ته واستول شي.
د سوداګرۍ خونه وایي چې افغانستان د بدیلو لارو په لټه دی او اوس یې له پاکستان څخه وارداتي توکي ۶۰ سلنه را ټیټ کړي دي .
د سوداګرۍ خونې دچارواکو په وینا؛ اوس یې تر ډیره تکیه د منځنۍ آسیا په هیوادونو ، هند او ایران باندې ده .
افغان چارواکي د چابهار بندر پرانیسته مهم پرمختګ بولي او په وینا یې چې د دې بندر پرانیستل به د هند، افغانستان، او ایران ترمنځ د سوداګری ښه فرصت رامنځته کړي.
د دې بندر په پراختیا سره په وچه ایسار هېوادونه کولی شي پاکستان ته له اړتیا پرته منځنۍ اسیا ته سوداګري وکړي.

دا بندر به هند ته موقع ورکړي چې خپل سوداګریز توکي د سمندر له لارې افغانستان ته صادر کړي.

تېرکال هند د چابهار بندر د پراختیا لپاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه چې د پټلۍ او سړکونو جوړول پکې راځي. سوداګریزو توکو پرمخ د چابهار لاره رسما پرانستل شوه:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۷ فرید افغان)

نن ورځ د هند او افغانستان تر منځ د چابهار ترانیزیټي لار د دواړو هیوادونو د چارواکو لخوا رسما پرانستل شوه.
هند ژمنه کړې چې په لومړي سر کې به له دې لارې افغانستان شاخوا ۱،۱ میلون ټنه غنم صادر کړي.
د دې ترانزیټي لارې د پرانیستې مراسم د افغانستان او هندوستان د بهرنیو چارو د وزیرانو لخو د یو ویدیویي کنفرانس په ترڅ کې ترسره شول.
په پام کې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې به د چابهار بندر له لارې د هند د غنمو لومړی بار افغانستان ته ولیږدول شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هندو چارواکو ورسره ژمنه کړې چې پر راتلونکو ورځو کې به د غنمو ۶ نور بارونه هم افغانستان ته واستول شي.
د سوداګرۍ خونه وایي چې افغانستان د بدیلو لارو په لټه دی او اوس یې له پاکستان څخه وارداتي توکي ۶۰ سلنه را ټیټ کړي دي .
د سوداګرۍ خونې دچارواکو په وینا؛ اوس یې تر ډیره تکیه د منځنۍ آسیا په هیوادونو ، هند او ایران باندې ده .
افغان چارواکي د چابهار بندر پرانیسته مهم پرمختګ بولي او په وینا یې چې د دې بندر پرانیستل به د هند، افغانستان، او ایران ترمنځ د سوداګری ښه فرصت رامنځته کړي.
د دې بندر په پراختیا سره په وچه ایسار هېوادونه کولی شي پاکستان ته له اړتیا پرته منځنۍ اسیا ته سوداګري وکړي.

دا بندر به هند ته موقع ورکړي چې خپل سوداګریز توکي د سمندر له لارې افغانستان ته صادر کړي.

تېرکال هند د چابهار بندر د پراختیا لپاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه چې د پټلۍ او سړکونو جوړول پکې راځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button