عراقي پوځیان د ۷۵ داعشي ملیشو د وژلو دعوه کوي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۷ فرید افغان)

عراقي چارواکي وایي چې له داعشي ملیشو سره په جګړو کې یې هغوی ته درنه مرګ ژوبله اړولې او ګڼې سیمې او مهمات یې ترې نیولي دي.
په عراق کې د ګډو ځواکونو یوه قوماندان رسنیو ته ویلي، چې پوځیانو یې له پنجشنبې تر شنبې ورځې پورې په انبار ولایت کې د داعش ډلې ۷۵ غړي وژلي دي.
عراقي ځواکونه داسې مهال داعشیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي چې تیره ورځ یې هم په انبار ولایت کې پنځه کلي او القائم ښارګوټي سره نږدې د رېل یو تمځای له داعشي ملیشو څخه نیولي و.
د یادونې وړ ده چې داعش ډله په موصل کې له سختې ماتې وروسته اوس په وروستۍ مرحله کې جنګیږي .
دا ډله اوس په سوریه او عراق کې خپلې سیمې یو په بل پسې پریدي او د دولتي ځواکونو پر وړاندې یې خپل ټول زور او قوت له لاسه ورکړی.
څو ورځې وړاندې یوې څیړنیزې ادارې په خپل یوه راپور کې ویلي و چې، هره ورځ ددې ډلې لسګونه جنګیالي د القاعده وسلوالې ډلې سره یوځای کیږي چې هغوی یې هم په ورین تندي استقبال کوي او هڅه کوي تر څو دا ډله په ټولییز ډول ځانته جلب کړي.
لویدیځې رسنۍ په خپلو تحلیلي راپورونو کې وایي چې د امریکا په ګډون د سیمې یو شمیر استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې ددې ډلې جنګیالي په عراق کې له ماتې وروسته افغانستان، پاکستان او مصر ته ولیږدوي ترڅو پرې هلته خپلې موخو ته ورسیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button