که جگړه خصوصي شي!/ خالد روان

امریکا په تېرو شپاړس کلونو کې په افغانستان کې هر ډول جنگي جنایتونه ترسره کړل او دغه لړۍ تراوسه روانه ده. امریکا هېڅ نړیوال قانون ته غاړه کېنښوده او دلته یې افغانان په بېلابېلو پلمو شهیدان کړل. امریکا د یوه اسامه بن لادن په پلمه دلته نیم افغانستان له خاورو سره خاورې کړ.
امریکايي او ناټو عسکرو په تېرو شپاړس کلونو کې زرگونه افغانان شهیدان کړل، زرگونه یې بندیان کړل او د وسلو هر ازماېښت یې پر افغانانو وکړ.
امریکا په افغانستان کې د ماتې فکر نهشو کولی؛ خو په تېرو کلونو کې یې داسې ماتې وخوړه، چې د «ویتنام» تاریخ یې وریاد کړ.
دلته زرگونه امریکايي عسکر ووژل شول، ټپیان شول، رواني ناروغان شول او میلیونه ډالر یې بېځایه ولگول؛ خو بیا یې هم د خپلې ماتې د پټولو کومه ښکاره تگلاره پیدا نه شوای کړای.
امریکا د خپلو ټولو تگلارو په کارولو سره اوس په دې فکر کې ده، چې د افغانستان جگړه خصوصي کړي او د عامو امریکایانو خولې وربندې کړي.
په امریکا کې د خصوصي جگړهییز شرکت «بلک واټر» مشر کابل ته راغی او افغان چارواکو ورسره هم د جگړې د خصوصي کولو هوکړه وکړه.
بلکواټر په ټوله نړۍ کې وحشي او حیوان صفته جنگي ډله ده، چې نه د امریکا قانون او نه هم د نړۍ قانون غاړه ږدي؛ بلکې څه یې چې زړه وغواړي هماغسې کوي.
بلک واټر په عراق، سومالیه، صربیا او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې زرگونه مسلمانان شهیدان کړي او اوس یې مخه افغانستان ته هم شوه.
له دې وړاندې امریکايي عسکرو پر افغانانو د گلونو گېډۍ نه شېندلې او دوی هم بمبار کاوه، خلک یې وژل، بندیان ول یې او ځورول یې؛ خو اوس دغه چاره به بلک واټر پرمخ وړي.
اوسني افغان چارواکي باید د اوسنۍ جگړې په پای فکر وکړي؛ نه د جگړې په خصوصي کولو؛ ځکه د دوی دوه کاله پاتې دي او افغانان دې په ابدي مرگ نه وژني.
د جگړې ټولې ښکېلې خواوې باید یوې پایلې ته ورسېږي او مخکې له دې چې امریکا جگړه خصوصي کړي او بلک واټر ته یې وسپاري، باید د حل لاره یې ولټوي.



