کاناډا: په لاټرۍ یا ټکټ اخیستلو کې یو تن ۱۱،۶ میلون دالر ګټلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۸ فرید افغان)
د ټاس خبري آژانس راپور ورکړی چې د کاناډا هیواد یوه اوسیدونکي ددې هیواد تر ټولو ستره جایزه تر لاسه کړې .
دا تن د کاناډا د کویبک اوسیدونکی دی او ددې هیواد د ټکټ اخیستلو په لویه سیالۍLotto Max کې یې ګډون کړی و.
نوموړي د ۱۵ میلیون کانډایي دالرو وړونکی اعلان شوی چې شاوخوا ۱۱،۶ میلونه امریکایي دالر کیږي.
د لاټرۍ شرکت هرکال د کاناډا هیواد په سطحه د ټکټونو د خرڅلاو لپاره لسګونه میلونه دالر لیلاموي چې داچاره دوی ته هم ستره عایداتي منبع ګڼل کیږي.
پدې سیالۍ کې هرکال لسګونه زره خلک خپل بخت آزمویي چې د ټکټونو پیسې یې مستقیما د شرکت مالکینو ته رسیږي.
د سږکال ګټونکی شخص د شنبې په ورځ اعلان شو خو تر اوسه یې نوم او انځور ندي خپاره شوي.
د کانادا د قوانینو تر مخه؛ ګټونکی شخص به لومړی خپل ټکټ د لاټرۍ مالکینو ته ورسپاري او بیا به په یوه غونډه کې د نوموړي نوم ابلاغیږي.
د نړۍ په سطحه زیاتره هیوادونو کې د ټکټونو د پیر او پلور چاره ګړندۍ شوې ده چې ډیر خلک خپل نامعلوم بخت پرې معلوموي.



