له تذکرو څخه داسلام او افغان کلمه لری کول په څه معنادی؟

لیکوال:ابوبکرعظیمی
یوچا پوښتنه راڅخه وکړه وایی زمونږ افغان حکومت ولی داسلام او افغان له نوم څخه دومره نفرت کوی؟
ماداسی جواب ورکړ.
زمونږ جعلی اسلامی افغان حکومت ځکه له اسلامیت او افغانیت څخه نفرت کوی چه اهلیت یی نلری او ددی نومونو لیاقت په ځان کی نه وینی اوبل داچه داخلک داسلام پرضد راولاړشوی دی ترڅو داسلام نوم اونښان ختم کړی نو بیا یی په تذکروکی څنګه ولیکی؟
داچه سردپاسه سرشته نو دوی هم ملامت ندی ځکه امریکایان اجازه نه ورکوی چه دوی دی په اسلام باندی قائم پاته شی ځکه ډالردامریکامصرفیږی او په تذکره کی نوم داسلام لیکی نو داخو عقل هم نه منی.
نو داموضوع دوه اړخه لری چه اسلامیت او افغانیت دی.
اول اسلام:
داسلام له نوم څخه انکارکول اصلا داسلام له دین څخه انکارکول دی که چیرته دوی داسلام له کلمی سره دومره تزاد لری چه پخپله تذکره کی ځای نشی ورکولای نو داڅنګه ممکنه ده چه بیادی اسلام ته په زړه کی هم ځای ورکړی.
ایا دا له اسلام څخه منکرکیدل ندی؟
بیاخو دی په ښکاره دکفر کلمه ووایی نو دا(شفت شفت)ته څه ضرورت ده اخیربه هم پخپل ارتداد اقرارکوی نوښه خبره داده چه سر له اوسه خپل ولس ته خپل باطل دین ښکاره کړی چه ولس خو پوه شی چه زمونږ مشران په کوم دین باورلری او دکوم دین لپاره کارکوی.
دجهالت خبره خو لا داده چه داسلام په نوم باندی شرمیږی چه په تذکره کی ولیکل شی خو چه کله ووژل شی بیا وایی چه مونږ خو شهیدان یو ملاصیب ولی زمونږ جنازه نکوی؟
خو حقیقت داده چه دیته مونږ محمدی شریعت او اسلام نشو ویلای دیته امریکایی اسلام وایی داخلک چه کله هم ووژل شی باید په امریکایی طریقه یی دجنازی اوتدفین مراسم وشی ددی خلکو جنازه کول دهوا چنګالول او دخلکوغولول دی هیڅ فایده نه ورته کوی.
همدارنګه جنازه کول خو داسلام یوحکم ده چه ته داسلام صرف نوم نشی برداشت کولی نو بیا جنازی ته څه ضرورت ده.
دنړی ټول غیراسلامی خلک بغیرله جنازی څخه تدفین کیږی نو ته بیاله کومه ښه ځوان یی چه جنازه دی وشی شخصا زه خو دی دخپل علم په اساس والله العظیم که جنازه وکړم که داحالت مو وو .
اوکه مجبورشوم نو په درواغو به یی کوم.
نوربیا ان شاءالله……



