جاپان د ټکر ضد موټر جوړ کړ

لاروی
په هر هېواد کې د ډول ډول ناروغیو له امله د مرګ شمېر ورځ په ورځ زیاتیږي چې په ځینو هیوادونوکې د ترافیکی پېښو له امله هم د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي. د همدې مرګ ژوبلې د کمښت لپاره د بشر د حقوقو د ادارې لخوا کنفرانسونه جوړېږی چې څرنګه د انسانانو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي.
جاپان، چې په نړیواله کچه د نورو تخنیکي وسایلو ترڅنګ د موټرو په جوړولو کې پوره شهرت لري، په نویو تخنیکي وسایلو نوی موټر جوړ کړی چې د ترافیکي پېښو په صورت کې په موټر کې ناستو کسانو ته هیڅ ډول صدمه نه رسیږي.
که څه هم د جاپان تخنیکي ماهرینو ویلي چې موږ څو کاله دمخه یو موټر جوړ کړی چې د یوې ترافیکي پیښې د پېښېدو دمخه موټر چلوونکي ته د موټر د کنټرول خبر ورکوي، خو بیا هم که د موټر چلوونکو لپاره د جاپان قوانین سخت دي او ترافیکي پیښې پکې کمې وي، د نړۍ په نورو هیوادونو کې ترافیکي پیښې زیاتې رامنځ ته کیږي او هر کال په سوونو او زرګونو انسانان د مرګ له کومې تیریږي.

د جاپان لخوا په نوې جوړ شوي موټر کې د څلورو خواوو داسې تخنیکي وسایل کارول شوي چې که هر څو په سختي سره موټر د کومې پیښې ښکار شي، په موټر کې سپاره کسان به خوندي پاتی وي او هم به موټر ته کوم تاوان ونه رسیږي.
چاپان دې موټر ته (د ټکر ضد موټر) نوم ورکړی دی چې که هر څو د کوم بل موټر او یا د نور څه سره ټکر شي، هیڅ ډول نقصان موټر او په موټر کې ناستو کسانو ته نه رسیږي.
جاپانۍ کمپنۍ په نوي جوړ شوي موټر کې په تخنیکي پرمختګ سره یوه آله نصب کړې چې د اړتیا پر مهال د موټر باډۍ وړه او غټه کولای شي، ځکه خو یې ورته د څلورو خواو له اوسپنې سخت ساتونکې پلاستک لګولی چې همدا پلاسټک د موټر د باډۍ په وړوکوالي، غټوالي او ساتنه کې مرسته کوي. په نوي جوړ موټر کې جاپاني انجینیرانو د اسټرنګ سره جوړښت سکرین نصب کړی چې چلوونکي ته د مخامخ راتلونکو موټرو او نورو هغو شیانو چې د ټکر سبب یې ګرځي، خبر ورکوي او هم په موټر کې نصب کړل شوې آلې خپله موټر له ټکره ساتي.
جاپاني موټر جوړوونکي کمپنۍ ويلي چې لس کاله وروسته به دا ډول موټرې ټولې نړۍ ته ورسوي.



