د علماوو سکوت د أمت د هلاکت سبب دی

لیکوال: مولوي قدرت لله ارشاد
 
د المائدې د دوشپېتم(۶۲) آیة په تفسیر کي مفسرین لیکي،
 
هر کله چه متعال خدای جل جلاله یو قوم د هلاکت کندي ته غور ځوي، نو دقوم عوام په ګناهونو او د الله متعال په نافرمانیو کي ډوب شي،
خواص یعني علماء او مشایخ دقوم ګونګي شیطانان وګرځي دخپل عزت او دنیاپرستی په خاطر چپه خوله وي حق وینا نه کوي او نه خلګ د ګمراهی له کندي ژغوري،
بني اسرائیل ځکه تباه شول چه عوام یې د دنیا په شهواتو او خوندونو، ډم او ډمامو، عیش و عشرت، فحشاء او نڅاوو، کي اخته شول، دالله تعالیٰ عظمت او جلال او د ده قوانین او احکام یې شاته وغورځول،
علماوو او مشایخو یې امر بالمعروف او نهی عن المنکر فریضه ترکه کړه، ځکه دوی د دنیا په حرص او د شهواتو په اتباع کي تر عوامو زیات ډوب وه،
د مخلوق ویري او یا د دنیا طمعي د حق د آواز له اچتولو منعه کړي وه،
دهمدي سکوت او مداهنت له وجي پخواني خلګ الله تعالی تباه کړي دي،
 
نو د همدي لپاره محمدي امت ته په ډیرو نصوصو او احادیثو کي زیات تأکید او تهدید شوی دی چه په هر وخت او د هر سړي په مقابل کي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر څخه تغافل او بي پروائې ونه کړی، او سترګي تري پټي نه کړی، کنه ستاسي برخلیک به هم د هغوی په شان وي،
 
الله تعالی دي مو د حقاني علماوو پیروي او اتباع په نصیب کړي،

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button