امریکایي محکمې د طالبانو له بنده خوشی شوي امریکایي پوځي ته سزا واوروله:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱۳ فرید افغان)
امریکایي محکمې له ډیرو څیړنو تحقیقاتو وروسته د بوبرګډال په نامه د هغه امریکایي پوځي په هکله وروستۍ پریکړه کړې ده چې په افغانستان کې یې د طالبانو په بند کې څو کلونه تیر کړل ، چې بیا وروسته د ۵ تنو پخوانیو طالب مشرانو په بدل کې راخوشی شو.
نوموړی د ۲۰۰۹م کال د جنوري وروستیو کې طالبانو دپکتیکا په ولایت کې نیولی و.

محکمې ویلي چې ۳۱ کلن برګډال به زندان ته نه لیږل کیږي، او رتبه به یې له پوځي خدماتو څخه شخصي ته را ټیټه شي.
محکمې ویلي؛ نوموړی به له کوم رسمي درناوي پرته له دندې ګوښه شي او خپله تنخوا به له لاسه ورکړي .
پر برګډال تور و چې نوموړي له خپل مرکز څخه په راوتلو سره په لوی لاس ځان وسلوالو ته سپارلی خو نوموړي ویلي چې ځکه له خپلې پوستې وتلی و، چې په ډلګۍ کې د شته ستونزو په اړه معلومات برالا کړي.
کله چې نوموړی رسما د تیښتې په تور مجرم وپیژندل شو فکر کیده چې ښایي په عمري بند به محکوم شي، خو امریکایي څارنوالانو هغه مهال ویلي و چې، د امریکایي پوځ د درناوي پخاطر به نوموړي ته ۱۴ کاله د بند سزا ورکړل شي.
هغه پوځي څېړونکي چې د برګدال د دوسیې په اړه څېړنې کوي امریکايي چارواکو ته ویلي، فکر نه کوي چې هغه د نورې سزا مستحق و.

امریکایي ولسمشر ټرمپ نوموړي ته دا سزا ورکول ‹‹بشپړ شرم›› بللی.
ټرمپ او افغان چارواکو په وار وار د اوباما پر هغه پریکړه نیوکې کړې چې نوموړی یې د ۵ پخوانیو طالب مشرانو سره تبادله کړی و او دغه معامله یې غندلې ده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button