د نړۍ پای (۵۸مه برخه) – د قیامت غټې نښې ـ دجال ـ

علامات کبری
(د قيامت غټې نښانې)
د دجال خروج
د عيسی علیه السلام نزول
خروج ياجوج وماجوج
په زمکه کې د خسف دری غټې پيښې
دود
خروج دابه (د عجيب الخلقت ځناور راوتل)
د لمر له مغرب څخه راختل
اور، کوم به چې خلک د محشر په لوري بيايي.
تمهيد
په تيرو صفحو کې بيان شوه چې د قيامت نښانې په دوه ډوله دي، علامات صغری او علامت کبری، يعنې د قيامت وړې او غټې نښانې، مونږ د قيامت (۱۳۱) وړې نښانې بيان کړې، اوس مونږ د قيامت د هغو غټو نښانو په تفصيل سره بيان ذکر کوو کومې چې د قيامت له قايميدو يو څه د مخه واقع کيږي.
د قيامت غټې نښانې د مات شوي اميل (هار) د دانو په څير په يوه بل پسې مسلسلې واقع کيږي، کله چې اوله نښانه (د مهدي ظهور) واقع شي نو بيا به له هغه وروسته په تواتر سره نورې نښانې واقع کيدل شروع کړي.
حضر عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
الايات خرزات منظومات في سلک، فان يقطع السلک يتبع بعضها بعض ([1]).
ژباړه :
د قيامت نښانې په تار کې د د پيرل شويو دانو په څير دي، پس که چيرته تار پرې شي نو دانې په يوه بل پسې په تيزي سره غورځيدل شروع کړي.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
خروج الايات بعضها علی اثر بعض تتابعن کما تتابع الحزر في النظام ([2]).
ژباړه :
د قيامت د نښانو ظهور به په يوه بل پسې داسې وي لکه څنګه چې اميل (هار) مات شي او د هغه دانې په يوه بلې باندې ور غورځي.
هيڅ بعيده نه ده چې د قيامت د غټو نښانو په مينځ کې يو شمير وړې نښانې هم ظاهرې شي، مثلاً: اول به د مهدي ظهور وي، بيا به د هغه په زمانه کې کومه وړه نښانه ظاهره شي، له هغه وروسته به دجال ظاهر شي او بيا به همداسې بله نښانه هم ظاهره شي (والله اعلم)
د مسيح دجال ظهور
مسيح دجال څوک دی؟
آيا هغه اوس چيرته موجود دی؟
آيا هغه د مخه چا ليدلی؟
د هغه نښانې به څه وي؟
د هغه د خروج اسباب به څه وي؟
د دجال په ډيره غصه کې مبتلا کونکې خبره به څه وي؟
د دجال په باره کې غلطې عقيدې کومې کومې دي؟
دجال څوک دی؟
دجال د آدم علیه السلام له اولادې څخه يو سړی دی کوم ته به چې الله تعالی داسې طاقت ورکړي چې له ده پرته په نوع بشر کې به بل چا ته نه وي ورکړی شوی، الله تعالی به د خلکو د ازمايښت او امتحان لپاره هغه ته دا طاقت ورکړي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم مونږ خبر کړي يو چې مونږ د هغه ګمراهي اختيار نه کړو، همدا شان مونږ نبي کريم صلی الله علیه وسلم د هغه له جسماني او اخلاقي نښانو څخه هم خبر کړي يو.
د دجال په باره معلومات لرل ضروري دي
د يوه شي په باره کې علم لرل د هغه په باره کې له جهالت څخه ډير بهتر دي، حضرت خذيفة رضی الله عنه له نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه د شر (فتنو) په باره کې پوښتنې کولې تر څو چې په فتنو کې مبتلا نشي ([3]).
دجال تر ټولو لويه فتنه ده، نبي کريم صلی الله علیه وسلم د خپل امت په باره کې له هغه څخه ډير په انديښنه کې دی، همدا وجه ده چې د هغه په باره کې يې خپل امت خبر کړی، ويرولی يې ده او آګاه کړی يې ده، له دې امله چې له دجال سره به ډيرې غټې فتنې او شبهات وي حتی چې هغه به دا دعوه هم وکړي چې هغه رب العلمين دی، کله چې مونږ ته د هغه صفات، نښانې او له هغه څخه د محفوظ اوسيدلو طريقې معلومې وي نو الله تعالی جل جلاله به مونږ د هغه له شر څخه بچ وساتي (انشاء الله)
د هغه نوم مسيح دجال ولې دی؟
دجال ته مسيح له دې امله ويل کيږي چې د هغه ښی سترګه چته ده، هغه به ړوند وي او په يوه سترګه به ليدل کوي، د هغه د نام په باره کې يو قول دا هم دی چې هغه مِسُّيح ده او دا هم ويلی شوي چې هغه مِسُّيح ده.
ځينو د علم خاوندانو ويلي: چې د هغه نوم مسيح ځکه ايښودل شوی چې هغه به په ټوله زمکه کې وګرځي.
ځينو ويلي: مسيح نام له دې امله ايښودل شوی چې د هغه په نيمايي څهره نه سترګه شته او نه ابرو.
د هغه نوم دجال له دې امله ايښودل شوی چې د هغه کار دجل او فريب کول دي، د حيله بازي څخه کار اخستل، د حقايقو پټول او د لويو لويو دروغو ويل د هغه کار ده، دجل ډيرو لويو دروغو ته ويل کيږي، هغه له ډير لوی دجل او فريب څخه کار اخستونکی دی، د ډيرو دروغو ويونکی او ډير متکبر دی.
د دجال جمع دجالون او دجاجلة راځي.
د دجال دعوه به څه وي؟
دجال به دا دعوه کوي چې هغه رب العلمين دی، هغه به له خلکو څخه په خپل ذات باندې د ايمان راوړو غوښتنه کوي، ځکه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
الا انه اعور وان ربکم ليس باعور ([4]).
ژباړه : بېشکه دجال ړوند دی او دستاسو رب ړوند نه دی.
له دجال سره به ډير شبهات او ډيرې حيلې وي د کومو په مرسته به چې خلک په فتنو کې مبتلا کوي.
د ابن صياد قيصه
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې په مدينه منوره کې يو هلک وو د کوم نام چې (ابن صياد) وو، دا هم يوه معما وه، نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته هم د هغه په باره کې د دجال تردد وو، د دغه هلک او د نبي کريم صلی الله علیه وسلم تر مينځ يوه واقعه پيښه شوه د کومې تفصيل چې دارنګه دی:
حضرت عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما بيان کوي:
نبي کريم صلی الله علیه وسلم ، حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه او يو شمير نور خلک د ابن صياد لوري ته ورغلل، هغه د بنو مغاله قلعې په خوا کې له هلکانو سره لوبې کولې، په دې وخت کې ابن صياد بلوغ ته نږدې وو، هغه ته د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د راتلو معلومات هغه وخت وشو کله چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم په خپل لاس د هغه شا ووهله، له دې وروسته د ابن صياد او د الله د رسول صلی الله علیه وسلم تر مينځ داسې خبرې وشوې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل: آيا ته دا ګواهي ورکوي چې زه د الله تعالی جل جلاله رسول يم؟
ابن صياد رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکتل او وې ويل: زه ګواهي ورکوم چې ته اميين (يعنې د عربو لور ته راليږل شوی رسول يې) بيا ابن صياد د الله له رسول صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل: آيا ته ګواهي ورکوي چې زه د الله تعالی رسول يم؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه له رسالت څخه انکار وکړ او وې فرمايل: زه په الله او د هغه په رسولانو ايمان لرم، له دې وروسته د الله رسول صلی الله علیه وسلم له ابن صياد څخه يوه بله پوښتنه وکړه او وې فرمايل: تا ته څه په نظر درځي؟
ابن صياد وويل: ما ته رښتيا او دروغ په نظر راځي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل: بيا نو معامله په تا باندې خلط ملط ده، بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: ما په زړه کې د پوښتنې يو شی له تا پت کړی ([5]).
ابن صياد د دخان لفظ ويلو کوشش وکړ ليکن د دغه لفظ د اداء کولو توفيق يې تر لاسه نکړ او د دخان په ځای يې (دخ) (دخ) وويل، په اصل کې له ابن صياد سره يو څه وو کومو چې له دغو شيانو څخه خبر کړی وو، ابن صياد وويل: هغه دخ دی.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: خلط ملط شوي په تا! ته به له خپل حيثيت څخه پورته ولاړ نشې ([6]).
حضرت عمر رضی الله عنه عرض وکړ: اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم ! ما ته اجازه راکړه چې زه د هغه سر پرې کړم.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وويل: هغه پريږده، که چيرته ابن صياد دجال اکبر وي نو ته په هغه نشې غالب کيدای او که چيرته دجال نه وي نو بيا د هغه په قتل کې هيڅ ګټه نشته ([7]) يعنې که چيرته ابن صياد دجال وي نو له تا سره د هغه د وژلو قدرت نشته، ځکه الله تعالی جل جلاله دا فيصله کړې چې هغه به حضرت عيسی علیه السلام له خپل نزول وروسته ووژني.
سالم بن عبد الله بن عمر فرمايي چې ما له عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه دا آوريدلي چې فرمايل يې چې له دې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم له ابی ابن کعب انصاري سره د کجورو د هغه باغ لوري ته ولاړ په کوم کې چې ابن صياد اوسيده، نبي کريم صلی الله علیه وسلم د کجورو ونو شا ته پټ پټ هغه باغ ته ور داخل شو، نبي کريم صلی الله علیه وسلم په پټ ډول د هغه لوري ته ور مخته شو، تر څو مخکې له دې چې هغه نبي کريم صلی الله علیه وسلم وويني نبي کريم صلی الله علیه وسلم د هغه خبرې واوري، نبي کريم صلی الله علیه وسلم وليدل چې هغه د کمبلې په يوه ټوټه باندې پروت دی او په خوله باندې د بړ بړ آواز کوي، د ابن صياد مور د ونو شا ته پټه راغلې او چې نبي علیه السلام يې وليد نو وې ويل: اری ٫٫ صاف!؛ (دا د هغه نوم وو) دا محمد ( صلی الله علیه وسلم ) دی، د دې خبرې په آوريدو ابن صياد را پورته شو او کيناست، رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل: که دې مداخله نه وای کړې نو نن د ابن صياد اصل حقيقت ښکاره کيدو (چې دا دجال دی او که نه) ([8]).
حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه بيان کوي
يو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم ، حضرت ابوبکر صديق او حضرت عمر رضی الله عنهما د مدينې په لاره وو چې له ابن صياد يې سره ملاقات وشو:
نبي کريم صلی الله علیه وسلم ؛؛ آيا ته ګواهي ورکوي چې زه د الله رسول يم؟
ابن صياد: آيا ته ګواهي ورکوي چې زه د الله رسول يم؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم : زه په الله باندې، د هغه په فرښتو باندې او د هغه په کتابو باندې ايمان لرم، بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې وپوښتل: تا ته په نظر څه درځي؟
ابن صياد: ما ته په اوبو باندې يو تخت په نظر راځي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم : تا ته په سمندر باندې د ابليس تخت په نظر درځي، ته نور څه وينې؟
ابن صياد: ما ته دوه رښتيا يو دروغ يا دوه دروغ يو رښتيا په نظر راځي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم : د ده خوا ته د شيطان د راتلو له وجهې په ده معامله خلط ملط شوې ده، دا پريږدی ([9]).
حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه بيان کوي:
يو ځل زه د حج يا عمرې په سفر روان ووم، ابن صياد هم په دې سفر کې له ما سره وو، کله چې مونږ په يوه ځای کې پړاو واچاوه نو خلک يوه خوا بله خوا سره تيت شول زه او ابن صياد تنها پاتې شوو، د هغه په باره کې چې کومې خبرې مشهورې وې زه د هغو له امله په سخت وحشت کې مبتلا شوم، هغه خپل سامان را واخيست او زما له سامان سره يې نږدې کيښود، ما ورته وويل: ګوره ! ګرمي ډيره زياته ده، ښه دا ده چې ته خپل سامان د هغې ونې لاندې کيږدې، هغه همداسې وکړل (ابن صياد خپل سامان له ابو سعيد څخه ليرې د هغې ونې لاندې کيښود) څه وخت تير شو چې د بزو يوه رمه مو وليده، ابن صياد پورته شو، رمې ته ورغی او د بزو له شيدو څخه ډک لوښی يې راووړ او راته وې ويل: ابو سعيد ! وچکه، ما ورته وويل: موسم ډير ګرم دی او شيدې هم ډيرې ګرمي دي، ځکه يې زه نه چکم، په اصل کې ما د هغه دلاسه د څه خوړل يا څښل نه خوښول.
ابن صياد وويل: ابو سعيد ! خلک زما په باره کې چې کومې خبرې کوي (ما ته دجال وايي) په دې سره غواړي چې زه په کومه ونه پورې په رسۍ باندې ځان زندۍ کړم، اې ابو سعيد! د رسول الله صلی الله علیه وسلم حديث له هيچا پټ نه دی که وي وي به ليکن له تاسو انصارو څخه هغه پټ نه دی، ابو سعيد ! ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حديثو باندې تر ټولو ډير علم لرونکی يې، آيا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حديث کې نه دي راغلي چې دجال به ړوند وي، د هغه به اولاد نه وي، سره له دې چې زما اولاد په مدينه منوره کې موجود دی، آيا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا نه دي ويلي چې دجال مدينې او مکې ته نشي داخليدای، سره له دې چې زه له مدينې څخه را روان يم او مکې ته ځم.
حضرت ابو سعيد رضی الله عنه وايي: ما چې د ده خبرې واريدې نو هغه مې معذور وباله او دومره مې ابن صياد ته وويل: په الله قسم! زه ښه پوهيږم چې د دجال د پيدا کيدو ځای کوم دی او هغه دا وخت چيرته دی:
ابو سعيد وايي: ما وويل: دستا لپاره ټولې ورځې د هلاکت او بربادي دي ([10]).
د ابن صيادپه باره کې سم موقف
ابن صياد مسيح دجال (دجال اکبر) نه دی، بلکه د حيله بازو دجالانو څخه يو دجال دی، له هغه سره کهانت وو او شيطان له ځينو شيانو څخه هغه خبر کړی وو.
[1] – مسند احمد :۲/ ۲۱۹، وصححه احمد شاکر والباني.
[2] – المعجم الاوسط للطبراني :۵/ ۱۴۸، وسلسلة الاحاديث الصحيحة : ۷/ ۳۲۱۰.
[3] – صحيح البخاري، المناقب، حديث : ۳۶۰۶.
[4] صحيح البخاري، الفتن، حديث : ۷۱۳۱.
[5] – يعنې ما په خپل زړه کې د يوه لفط سوچ کړی، ته د هغه د معلومولو کوشش وکړه چې هغه څه ده، د الله رسول په خپل زړه کې د دخان لفظ پټ ساتلی وو.
[6] – يعنې له خپل کهانت څخه به پورته ولاړ نشې، ځکه چې ته کاهن، دجال او حيله باز يې.
[7] – صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۹۳۱.
[8] – صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۹۳۱.
[9] – صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۹۲۶.
[10] – صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۹۲۷.



