نړیواله جنایي محکمه په افغانستان کې ترسره شوي جنګي جنایات څیړي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱۳)
د ای سي سي یوې څارنوالې فاتو بین سودا له قاضیانو غوښتي چې اجازه ورکړي ترڅو په افغانستان کې د بهرنیانو افغان دولت او وسلوالو ډلو لخوا ترسره شوي جنګي جرایم وڅیړي.
فاتو بین سودا ویلي چې له نړیوالې محکمې یې غوښتي ترڅو د افغانستان په اړه د ګڼو جنګي جرمونه د څیړلو اجازه ورکړي.
د څارنوالې په وینا؛ هڅه به وکړي چې د ۲۰۰۳ کال د مي میاشتې راهیسې د افغانستان په خاوره کې او د ۲۰۰۲ کال د جولای میاشتې راهیسې د نړۍ په نورو برخو کې پر هغو تورونو تمرکز وکړي چې د افغانستان له وضعیت سره تړاو لري.
بین سودا تیر کال هم ویلي و چې کره اسناد لري چې د امریکا بهرني استخباراتي سازمان یا CIA په تورو خونو کې په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې په افغانانو زورزیاتی او وحشتونه تر سره کړي دي.
که قاضيان دغې څارنوالې ته اجازه ورکړي، نو د هغې دفتر به د افغانستان په شخړه کې د ښکیلو اړخونو له خوا احتمالي جنایتونه وڅیړي.
شنونکي د نوموړې دا اقدام ستایي خو نتیجو ته یې ځکه خو شبیني نلري چې په تیر کې هم ورته ژمنې او څیړنې ترسره شوې خو پایلو یې کومه مثبته اغیزه نلرله.
چې ښه بیلګه یې د افغان کورنۍ جګړو هغه قوماندانان دي چې د زرګونو افغانانو په وینو یې لاسونه ککړ دي خو لا یې هم کومې محکمې پر ضد اقدام ندی کړی او لا هم له پوره حکومتي واک څخه برخمن دي.


