کندوز: امریکایانو په چهاردره کې قتل عام ترسره کړی دی.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱۳ فرید افغان)
راپورونه وایي چې تیره شپه د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ اړوند د ( وردګ ، قتل عام او عیسی خیل)په نامه دریو کلیو کې بمبار ترسره شوی دی چې لسګونو ولسي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
لمړني راپورونه وایي چې؛ د یادو کلیو دمیرمنو او ماشومانو په ګډون لسګونه تنه وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.
ځینې آزادې سرچینې وایي چې د وژل شویو شمیر له ۶۰ څخه لوړ دی او تر سلو ډیر ټپیان دي چې ۳ واړه کلي په مکمل ډول ویجاړ شوي دي.
د کندوز د ولایتي شورا غړي خوش محمد نصرتيار رسنیو ته ویلي چې پدې بمبارۍ کې د څو تنو طالبانو په ګډون لسګونه ولسي وګړي وژل شوي دي.
نوموړي ویلي چې بهرنیو ځواکونو د ‹‹قتل عام›› په نامه کلي کې بشپړ قتل عام ترسره کړی دی.
د کندوز د حوزوي روغتون مشر داکتر فهیم منګل ویلي چې د مړو شمیر لوړ دی او زیاتره ټپیان هم په مرګوني حالت کې دي.
درې ورځي وړاندي د یادي ولسوالۍ اړوند سړک بالاسیمه کې سلګونو افغان ځواکونو عملیات پیل کړي و، چې بهرنیو ځواکونو یې د ځمکي او هواله لاري ملاتړ کاوه.
بلخوا بیا د ځانګړو ځواکونو قوماندان جاويد اسلم رسنیو ته ویلي چې؛ بهرنیو همکارانو یې په کورونو او ملکي میشت ځایونو کې ټول طالب وسلوال په نښه کړي دي چې هیڅ ولسي وګړي ته هم زیان ندی رسیدلی.
سیمیز خلک وایي چې بریدونه د امریکایانو له لوري د B 52 اود افغان عسکرو لخوا د هلیکوپترو په مټ ترسره شوې چې له امله یې درۍ لوی کلي په بشپړه توګه ویجاړ او له منځه تللي دي.
د سیمې د خلکو په وینا؛ لا هم ډیری خلک تر خاورو لاندې دي او ښایي د تلفاتو کچه لوړه شي.
مرکزي حکومت تر اوسه پدې هکله کوم غبرګون ندی ښوودلی.



