ډاکټر آصف
د افغانستان اصیلو بچیانو همغه مهال چې ټرمپ د افغانستان د مسلمانو خلکو د قتل عام لپاره نوې ستراتیژي اعلان درک کړې وه او دا پیشبیني یې کړې وه چې د دې ستراتیژۍ نه د ټرمپ یواځینۍ موخه همدا وه چې څنګه وکولای شي د افغانستان مسلمان خلک قتل عام کړي.
دا خبره ځینو کم ظرفه په نوم افغانانو نه منله بلکه د ډالرو د لاسته راوړلو لپاره دومره مست وو لکه په واده کې چې ډمان د پیسو راټولولو لپاره د مستۍ په حالت کې نه پخپله احساس او درک کوي نه د بل اوري.
هغه د ارواښاد ښاغلي خالص صیب د شعر په مصداق چې ویلي یی دي:
د امریکا په ډالر ونڅیدو *** د خدای له مرستې نه مایوس وختو
رښتیا هم چې د افغانستان فعلي جعلي تپل شوي چارواکي د امریکا د ډالر لپاره دغه ستراتیژي په پټو سترګو ومنله، خو د خپل مظلوم جنګ ځپلي ولس او ملت د وژل کیدو په اړه یې په پوره ډول بې اعتنایی اختیار کړه.
همدغه لامل دی چې نن امریکا او لاسپوڅي یې په ډیر بې باکانه ډول او په خورا دردوونکي شکل سره مظلوم افغانان وژني، اګر که وژنې د امریکا د لومړی حلقه بګوش کرزي د راتګ له ورځې پیل شوي خو د دوهم حلقه بګوش اشرف غني په راتګ سره وژنې ګړندۍ شوې او بالآخره د ستراتیژي په اعلان سره لاګړندۍ شوې.
چې له امله یې که پرون په نورو ولایاتو کې مظلوم متدین افغانان په خپلو وینو کې په مظلومانه ډول ولمبول شول، خو دادی نن ګورو چې په کندز کې مو بې وزله هیوادوال په ډیر بې رحمانه ډول د کورونو په ویشتلو سره یې جسدونه د خپلو کورونو تر چتونو او دیوالونو لاندې شول، مور، پلار، خویندې وروڼه ټول د ابدي ژوند په خواږه خوب د تل لپاره ویده شول او د تل لپاره یې د لاسپوڅي ملي وحدت حکومت سره مخه ښه وکړه او د حال په ژبه یې نارې وهلې چې ای د شرق او غرب غلامانو! مونږ درڅخه ولاړو او د قیامت په ورځ به د لوی رب په وړانډې ستاسې ګریوانونو ته لاس اچوو او د قهار خدای په وړاندې به سره بیا حساب کتاب وکړو.
لوی خدای ج ته به عارض شو چې مونږ د ملي وحدت غلام حکومت په تایید د منحرف ټرمپ د نوی ستراتیژۍ په نتیجه کې بې ګناه ژوندي تر تورو خاورې لاندې شوو.
لویه خدایه!
ته د دې جابرانو، سفاکانو او معاصرو فراعنه په هکله په خپله فیصله وکړه او زمونږ د مظلومو وژل شویو کسات ورڅخه واخله چې مونږ یې په غړیدلو سترګو ووینو.

















