(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۶): تېره شپه په پروان ولایت کې د بهرنیانو پر مهم او ستر مرکز بګرام هوايي اډه توغندیز برید شوی دی.
طالبانو ويلي چې ياده هوايي اډه يې پر دوو توغندیو ويشتلې ده او دروند ځاني او مالي زیان يې ور اړولی دی.
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې توغول شوي توغندي يې پر هدف لګيدلي او تلفات يې اړولي دي.
” تیره شپه ۲ بجې دبګرام هوایي ډګر په توغندویو وویشتل شو چې امریکایي اشغالګرو ته د سر اومال درانه تلفات اوښتي دي.”
تر اوسه په کابل کې د مېشتو بهرنیانو مطبوعاتي دفتر د دې توغندیز بريد د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.


















