سرليکنه
په ٢٠٠١ ميلادي کال چې امريکا د ناټو د غړیو هېوادونو د هوايي او ځمکنيو پوځونو په ملتيا پر افغانستان يرغل وکړ، له هغې ورځې په افغانستان کې د افغانانو د وينو په تویولو سره جګړه روانه ده. ناټو او امريکا د ډول ډول وسلو په استعمال سره پر افغان ولس د هیڅ راز بريدونو صرفه ونه کړه.
په ٢٠٠٩ ميلادي کال چې اوباما د امريکا د مشرتابه واک ترلاسه کړ، په خپله وينا کې یې د کمپاين په تائيد سره وويل، له افغانستانه به بهرني پوځونه په تدريجي توګه باسم. اوباما په ٢٠١٤ ميلادي کال له افغانستانه په تدريجي شکل سره د ناټو او خپل پوځونه وایستل چې د درې زرو ناټو پوځونو په موجوديت سره په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو شمېر ١٣٠٠٠ ته پاتې شو. پاتې پوځونو له افغان پوځ سره اوږه په اوږه د وسله والو طالبانو او افغان ولس په مقابل کې جګړې ته دوام ورکړ.
که څه هم اوباما ويلي وو چې په افغانستان کې پاتې بهرني پوځونه به په جګړه کې برخه نه اخلي بلکې د افغان پوځونه روزنه په کوي، خو په ٢٠١٥ ميلادي کال کې چې طالب وسله والو د کندز ولايت ونيو، د ناټو هوايي ځواکونو پر ښاريانو او يو روغتون بمبار وکړ، تر ٦٣ پورې ډاکټران او مريضان یې په کې شهيدان کړل. له هغه وروسته څرګنده شوه چې د ناټو او امريکا پوځونه د افغان پوځ د روزنې لپار نه، بلکې د جګړې د مخته بېولو لپاره پاتې دي.
اوس چې د امريکايي پوځونو تر څنګ د ناټو نور پوځونه افغانستان ته بيا رالېږل کېږي، مانا دا چې امريکا او ناټو په افغانستان کې سرته رسېدلی جنګي ماموريت د بايللې جګړې لپاره بيا پیلوي او غواړي د خپلو او افغان پوځونو مورال د نورو پوځونو په زياتوالي سره لوړ کړي.
تېره ورځ چې د پخوا په څېر په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه وشوه، د ناټو عمومي منشي د ناټو دفاع وزيرانو ته په وينا کې وويل، افغانستان ته به نور درې زره پوځونه واستوو. د ناټو عمومي منشي، سټولټنبرګ وويل: دا سازمان (ناټو) غواړي په افغانستان کې له افغان پوځونو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي چې دا مهال په افغانستان کې افغان پوځونه د وسله والو طالبانو د مسلسلو بريدونو په مقابل کې پاتې راغلي او ورځ په ورځ په ولاياتو او مرکز کې طالب وسله وال د افغان پوليسو مرکزونه په نخښه کوي او په ډله ییزه توګه یې وژني.
که په افغانستان کې د پاتو ١٣٠٠٠ بهرنيو پوځونو سره نور درې زره ناټو پوځونه زيات شي، شمېر به یې شپاړس زرو ته ورسېږي چې په افغانستان کې به د ناټو او امريکايي پوځونو په زياتوالي سره جګړې نورې هم زياتې شي.
په کابل کې امريکايي جنرال نيکولسن تېره اونۍ په يوه مطبوعاتي غونډه کې ويلي وو، که اړتيا وليدل شي نور امريکايي پوځونه هم افغانستان ته را غوښتلای شي څو له افغان پوځونو سره د طالب وسله والو په مقابل کې مرسته وکړي.
دا چې لومړی جنرال نيکولسن او وروسته سټولټنبرګ افغانستان ته د جګړې لپاره نور پوځونه را وغوښتل او د نيکولسن په وينا د اړتيا پر مهال نور هم راغوښتلای شي، له دې نه دا ثابته شوه چې امريکا په افغانستان کې د پوځونو په زياتوالي سره د جګړې دوام غواړي څو بايللې جګړه وګټي، خو لکه څرنګه چې په افغانستان کې د يو لک څخه په زيات شمېر هوايي او ځمکنيو پوځونو کاميابي ترلاسه نه کړه، د امريکايي جنرالانو په اعتراف یې جګړه بايلوده، دا ډول به د نورو پوځونو په زياتوالي سره هم بايللې جګړه ونه ګټي. خو د اوښتو تاوانونو علاوه به په هېواد کې د کندز د چاردرې په ولسوالۍ کې د لسو ولسي وګړو د شهيدانولو په څېر نور افغانان هم شهيدان او ډول ډول تاوانونه به ورواړوي.
















