(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۷): د ورکړل شويو راپورونو پربنسټ د ترکيې د بورسا ولايت د رنګونو په يوه فابريکه کې چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چاودنه د ياد ولايت د ګل سو په ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې له کبله يې د فابريکې زياته برخه ويجاړه شوې ده.
د دغه ولايت چارواکي وايي، په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
دوی وايي، دغې چاودنې د ځاني زيان سربيره ډیری مالي زيان هم اړولی او په دغه فابريکه کې ولاړ نږدې شل موټر په مکمله توګه ويجاړ شوي دي.
د بوسا چارواکو تر اوسه د چاودنې د لامل په اړه څه نه دي ويلي، خو د دغه ولايت پوليس وايي چې د پېښې په اړه پلټنې پيل کړي دي، چې چاودنه د څه لامل له امله رامنځته شوې ده.


















