(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۷): ولسمشر ډونالډ ټرمپ يوځل بيا شمالي کوريا ته خبرداری ورکړ، چې د امريکا اراده دې نه ازمويي او دوی ته دې په کمه سترګه نه ګوري.
د امريکا ولسمشر ډونالډټرمپ دغه خبرداری په جنوبي کوريا کې د هغه هېواد پارلمان ته د خبرو پر مهال وکړ او زياته يې کړه چې “نن، زه هیله لرم چې نه یوازې زموږ د هېوادونو لپاره بلکې د ټولو مدني ملتونو په نماینده ګۍ شمالي کوریا ته ووایم، موږ ته په کمه سترګه مه ګورئ او موږ مه ازمویئ. موږ به له خپل شریک امنیت، شریکې هوساینې او سپیڅلې ازادۍ دفاع وکړو.”
هغه شمالي کوريا ته په اشارې وويل، کومې اټمي وسلې چې تاسې جوړوۍ، ستاسې امنيت نه خوندي کوي، بلکې ستاسې رژيم د لا نور خطر سره مخ کولای شي.
ټرمپ غوښتل چې د دواړو کورياګانو تر منځ غير نظامي سرحد ته هم سفر وکړي، خو ويل کېږي چې د خرابې هوا له امله يې هغلته ورتګ نه دی شوی.
د امريکا د ګواښونو او خبرداريو سربيره شمالي کوريا د نويو توغنديو ازموينو ته ادامه ورکړې او وخت ناوخت د امريکايي ديپلوماتانو خبرو ته غبرګون هم ښکاروي.
خو تر دې دمه شمالي کوريا د ټرمپ د نويو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.


















