یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د افغانستان جګړه او د ژورنالیزم اړتیا!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 9, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
13
ځلې شریک شوی
163
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 ابن مبارک احمدزی

موږ نه دي ویلي چې محض ژورنالیزم ناروا فن او کسب دی بلکې موږ د اسلام په رڼا کې د ژورنالیزم له پاره کار کول غواړو.

 داسلامي ژورناليزم  موخه  هم  د شر ختمول، د حق اواز پورته کول  او د مسلمانانو په منځ کي د مشرانو او کشرانو نيمګړتياوې ورپه ګوته کول دي دا ځکه چي حضرت عمر/علي رضي الله عنه  فرمايي: هغه څوک ، چې زموږ عيبونه را ښيي الله جل جلاله  دې پرې ورحميږي.

       يو ژورناليست  به  دا سي خبرونه  او اطلاعات نه خپروي، چي په هغو سره  په اسلامي  امت کي د اور بڅرکي  شیندل کېږي او  ترمنځ يې د جنګ  او جګړو اور ته  لمن  وهل کېږي  بلکي  يو داسي نظر به  وړاندي کوي ، چي په هغه سره اسلامي امت  د نړۍ غوره  پوهه تر لاسه کړي ، او  په مټ  يې  خپل  پيغام ټولو نړۍ والوته ورسوي .

         اسلام ژورناليست  ته  د يو معلم حيثت  ورکړى ده ، چي  د ټولنې اخلاقي ار زښتونه  او د عدل  او  انصاف لوړ  اصول  خوندي  کړي ، چي د فکري او نظري ښوونو په مټ  د ټولنې ګټي خوندي پاته شی او  د  وګړو  ذهنونه   سمې لارې ته برابرشي.

        د يو ژورناليست اساسي وظيفه همداده ، چې په ټولنه کي اخلاقي نيمګړتياوې او بد اخلاقي له منځه  يوسي، پاکي  او سادګي  رامنځته  کړي .

       نو په همدې توګه  د حقيقت  څخه  ليرې ، ناروا  او بې ځايه  اطلاعات  او مسايل  ، چي د هغو له امله په ټولنه کي  د فساد  د خپرېدو وېره وي خپرول يې هم سم کار نه ده ،  د حالاتو ، پېښو او حقايقو خبر  ذهن او فکر ته د روښنايي مثال لري او کوم خبرونه ، چي فکر ته د روښنايي او رڼا پر ځاى تياره ورکوي د هغو خپرول  او عامول  هم  ښه کار نه  ده . ژورناليزم  دا دواړه کارونه کوي او کولاى یې شي، خو ښه او اسلامي ژورناليزم هغه ده ، چي فکر ته  روښنايي او رڼا ورکړي ، او له رڼا څخه  محرومو کسانوته رڼا ور  ډالۍ کړي

د اشرف غني اداره  دراډيو، ټلویزون، ورځپاڼو، مجلو، تبلیغاتي پاڼو، انلاین میډيا(سایټونه) په لويو ښارونو او لویو لارو کې پر غټو تختو لیکل شوې اعلانو او دا ډول د کورنيو او نړيوالو کنفرانسو له لاري هڅه کوي چې د افغانانو او نړيوالو ملاتړ ولري او لري یې هم.

طالبان هم ورته هڅې کوي مګر دهغوی امکانات ډیر کم دي، ولي داسي معلومیږی چې هغوی ډیر سخت کار کوي، ځکه خو د کمو امکاناتو څخه اعظمي استفاده کوي، سړی ویلای شي چې حکومت امکانات ډیرلري مګر استفاده کمه، او طالب امکانات کم مګر استفاده زياته کوي

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

اسلامي امارت اوسمهال ټلویزون نه لري، راډيو نه لري، ورځپاڼه نه لري، يواځي ډیر کار د انلاین ميډيا په مټ کوي، خپل رسمي سایټ (الامارة)لري چې هغه هم داسي معلوميږی يواځي سياسي کسان يې ګوري، او ډیر لیدونکې له دې امله هم نه لري چې وخت په وخت دغه سایټ له تخنيکې ستونزو سره مخ وي، د الصمود په نوم مجله لري، چې عربي ده، د افغانستان په داخل کې مشکله ده چې پيداشي،د څرک،مورچل او حقیقت مجلې لري چې د دولت تر واک لاندې سیمو کې یې موندل نا ممکن او یا محال دي.

که افغان حکومت او نړيوال دبيان د ازادۍ او رسنيو د پرمختګ دعوه کوي، نو ویلی شو چې دوی په دغه خبره کې رښتوني نه دي،

د افغان ولس له ډیرو ځوانانو، پېغلو، محصلينو، زده کوونکو، سپينږیرو او سپين سرو دا ډول له روشنفکره ، مذهبي او روحانی طبقې خلکو سره د طالبانو په اړه ډول ډول سوالونه او پوښتنې شته، ولې هغوی ددې چانس نه لري چې دولس پوښتنو ته ځواب ووایې، څومره به ښه وای چېپرديپاله رسنۍ غلامې نه وای، او پر دغې مهمي موضوع يې کار کړی وای، داسي زمينه يې برابره کړې وای چې طالبانو په مخامخ ډول د افغان ولس پوښتنو ته ځواب ویلی وای. د دې ګټه به دا وه چې عامو خلکو او آن د طالبانو مخالفينو به د هغوی په اړه سم پوهاوی درلود، قضاوت به يې هم سم وو، او له هغوی سره د تعامل په اړه به پاليسي جوړوونکو هم واقعبينانه پرېکړې کولی شوای

 افغان حکومت چې له مختلفو لارو هڅه کوي ولس ته خپل نظر او پروګرام هغه هم په نیمګړي ډول وړاندي کړي، ولي د بيان د ازادۍ او رسنيو د بې پرېتوب له مخې طالبانو ته افغان حکومت او نړيوال اجازه نه ورکوی چې هغوی هم د ځينو پوښتننو په اړه د رسنيو د لاري سپيناوی وکړي؟دا خو لا څه کوې چې څو څو ځله د ذبیح الله مجاهد د ټویټر آدرس هم فعالیت ته پرې نښودل شو.

څومره په ښه خبره وه چې د رسنیو له خوا د شرارت پر ځای د اسلامي امارت ویندویانو ته د خبرو او سپيناوي فرصت او چانس ورکړل شوی وی خو افسوس!، څومره به ښه وای چې د طالب  او افغان حکومت ويندويانو له خوا په ژوندي ډول د خلکو پوښتنو ته ځواب ویل کيدلای (ممکن دسکايپ کنفرانس او يا ويډيو کنفرانس د لاري هغه چاته زمينه برابره شي چې امنيتې ستونزه لري.) زه په دې ډاډه یم که داسې چاپېریال رامنځته شي چې په هغه کې د طالبانو رسنیز استازي او د حکومت پلویان حاضر وي او خبري کنفرانس وړاندې کړي،د خلکو پوښتنو ته ځواب ووايي،د خپلې برحقې مبارزې د مشروعیت دلایل وړاندې کړي او د افغان حکومت د استازو تورونه رد کړي نو د ډېرو خلکو ملاتړ به په لږ وخت کې له ځان سره ولري او پر حکومت به د خلکو باور ټیټې فیصدۍ ته را ښکته شي، خو دا به چاته ووايې؟؟ یو داسې چاته چې سر تر پښو په استحمار کې لغتکې وهي هغه ته؟

نصیحت پر سنګیدلو اثر نه کا

بیهوده  پیر محمد دُر وهې په سنګ

2017  –  11  – 9

مخکینې مطلب

طالبان: ناټو دې د اوږدو پاتې کېدو لپاره اوږدې جګړې ته ځان تيار کړي

بل مطلب

هوا خرابه وه که د جون اوضاع خرابه وه؟

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com