(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱۸ فریدافغان)
راپورونه وایي چې؛ د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې د تاجکستان سرحدي ځواکونو دوه تنه ولسي افغانان په ډزو وژلي دي.
د بدخشان ولایت د سرحدي ځواکونو د اووم کنډک قوماندان سمونوال محمد امان نسيم رسنیو ته ویلي، چې دا برید تیره شپه د اشکاشم ولسوالۍ اړوند د یخدرو په کلي کې ترسره شوی دی.
د نوموړي په خبره؛ د وژل شویو له ډلې د يوه تن جسد اوبو وړى او دويم کس جسد د پنج سيند په سيمه کې پيدا شوى دى.
د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي چې په دې اړه یې له تاجکستاني ځواکونو وضاحت غوښتی خو هغوی تر اوسه ځواب ویلو ته نه دي حاضر شوي.
د دې ولایت د ولایتي شورا غړي طلب الدين قادري ادعا کړې چې د تاجکستان استخباراتي شبکو خپلو متقاعدو افسرانو ته دنده ورکړې چې که د افغانستان په سرحد کې کوم قاچاقبر ونيسي، يا يې و وژني او يا هم وسله ترې واخلي نو جایزه به ورکړي.
قادري رسنیو ته ویلي، چې دا لومړی ځل ندی چې تاجکستاني ځواکونه دې د افغانستان په خاوره کې په لوی لاس افغان وژنه ترسره کوي بلکې له تېرو څو کلونو راهيسې د اشکاشم او واخان ولسواليو خلک د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له لوري وژل کېږي.
تر اوسه مرکزي حکومت د تاجکستاني چارواکو په دې تیري کوم غبرګون ندی ښوودلی.
او نه هم تاجکستاني چارواکو د افغانستان په خاوره کې دننه د ترسره شوي برید وضاحت ورکړی دی.


















