د دجال له راوتو د مخه راتلونکي واقعات
حضرت نافع بن عتبه بن ابي وقاص رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
تغزون جزيرة العرب فيفتحها الله ثم فارس فيفتحها الله ثم تغزون الروم فيفتحها الله ثم تغزون الدجال فيفتحه الله ([1]).
ژباړه :
تاسو به په جزيره عرب کې جنګ وکړی نو الله تعالی به هغه فتح کړي، بيا به تاسو په ايران حمله وکړی الله تعالی به هغه هم فتح کړي، بيا به تاسو په روم حمله وکړی الله تعالی به هغه هم فتح کړي، بيا به تاسو له دجال سره جنګ وکړی نو الله تعالی به هغه فتح کړي (يعنې په کوم ځای کې چې دجال وي پر هغه ځای او د هغه په ملګرو به تاسو فتح ترلاسه کړی).
حضرت معاذ بن جبل رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
عمران بيت المقدس خراب يثرب وخراب يثرب خروج الملحمة وخروج الملحمة فتح قسطنطينية وفتح القسطنطينية خروج الدجال ([2]).
ژباړه : د بيت المقدس له ابادي سره د مدينې بربادي شروع کيږي، چې مدينه برباده شي نو يو لوی جنګ به شروع شي، چې دا جنګ شروع شي نو قسطنطنيه به فتح شي او چې کله قسطنطنيه فتح شي نو بيا به زر دجال خروج وکړي.
د دجال له خروج څخه د مخه به د مسلمانانو او رومي عيسايانو تر مينځ ډير جنګونه وشي په کومو کې به چې مسلمانان فتح تر لاسه کړي.
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم صحابي حضرت ذومخمر رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
تاسو به له عيسايانو سره صلح وکړی، بيا به تاسو يو جنګ وکړی او روميان به له تاسو سره غداري وکړي، تاسو به په دې جنګ کې فتح تر لاسه کړی، د غنيمت مال به تر لاسه کړی او له هر رنګه نقصان څخه به محفوظ اوسی، بيا به تاسو د جنګ له ميدان څخه واپس بيرته راځی تر دې چې تاسو او عيسايان به په يو سر سبزه ځای کې پړاو واچوی، دلته به له عيسايانو څخه يو کس صليب په هوا کې پورته کړي او اعلان به وکړي چې صليب غالب راغی، صليب غالب راغی، په دې سره به يوه مسلمان ته غصه ور شي او هغه به صليب ټوټه ټوټه کړي، په دې سره به عيسايان پورته شي او د جنګ لپاره به تياری شروع کړي، ځينو راويانو په دې ځای کې دا اضافه کړې چې په دې وخت کې به مسلمانان هم په جوش کې راشي او خپلې اسلحې به را واخلي، يو جنګ به وشي او الله تعالی به د مسلمانانو دغه ډله په شهادت سر فرازه کړي.
په يوه بل حديث کې د دې واقعې تفصيل
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې عيسايان د اعماق؛؛ يا دابق؛؛ ([3]) په مقام کې پړاو وا نه اچوي، له عيسايانو سره د مقابلې لپاره به له مدينې څخه د مسلمانانو يو لښکر روان شي کوم به چې په دې وخت کې د زمکې په سر بهترين خلک وي، کله چې دواړه صفونه د مقابلې لپاره سره مخامخ شي نو عيسايان به ووايي: تاسو خلک لږ ودريږی، لومړی مونږ له هغو خلکو سره جنګ کوو کوم چې له مونږ څخه نيولی شوي دي ( له دې خبرې معلوميږي چې د مسلمانانو او عيسايانو تر مينځ به له دې د مخه هم ډير جنګونه شوي وي په کومو کې به چې مسلمانانو فتح ترلاسه کړي وي او عيسايان به يې بنديان نيولي وي او هغوی به مسلمان شوي وي او دا وخت به په دې لښکر کې شامل وي او له عيسايانو سره به د جهاد کولو لپاره راغلي وي) مګر مسلمانان به ووايي: نه ! په الله قسم! مونږ به له خپلو وروڼو کله هم جلا نشو، جنګ به شروع شي او د مسلمانانو د لښکر يوه برخه به د جنګ له ميدان څخه وتښتي، الله تعالی به هيڅکله د هغوی توبه قبوله نکړي، د دغه لښکر يوه برخه خلک به جهاد وکړي او شهيدان به شي، دا خلک د الله تعالی په نزد بهترين شهيدان دي، پاتې يوه برخه د لښکر خلک به په جنګ کې فتح تر لاسه کړي، دا خلک به کله هم په فتنه کې مبتلا نشي او دا خلک به قسطنطنيه هم فتح کړي، کله چې دوی خپلې اسلحې د زيتونو ونو پورې را ځوړند کړي او د غنيت مال تقسيموي نو شيطان به د هغوی منځته راشي او نعره به کړي: اې خلکو ! له تاسو وروسته مسيح دجال د ستاسو کورونو ته داخل شوی (له دې څخه به د شيطان مقصد د دوی په ويره او ډار کې مبتلا کول وي) د اسلامي لښکر فوځيان به له دې ځای څخه ووځي او هغوی به د دجال لوري ته متوجه شي، د شيطان دا خبره به باطله وي، مګر کله چې هغوی شام ته ورسيږي نو په رښتيا به مسيح دجال ښکاره شوی وي ([4]).
د دجال له راوتو د مخه مخته راتلونکي څو نور واقعات
حضرت ابو امامه باهلي رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
د دجال له خروج څخه د مخه دری کلونه به ډير سخت وي، خلک به په دې کلونو کې د خوراکي شيان له کمبود سره مخامخ شي، په اول کال به الله تعالی آسمان ته حکم وکړي چې هغه خپله يوه برخه باران ودروي او زمکې ته به حکم وکړي چې هغه خپل يوه برخه پيداورا ودروي، بيا به په دويم کال کې آسمان ته حکم وکړي چې هغه خپل دوه برخې باران ودروي او زمکې ته به حکم وکړي چې هغه خپل دوه برخې پيدا وار ودروي، په دريم کال به الله تعالی آسمان ته حکم وکړي چې هغه خپل ټول باران ودروي او زمکې ته به حکم وکړي چې هغه خپل ټول پيدا وار ودروي، نتيجه به دا شي چې له اسمان څخه به يوه قطره باران نه را وريږي او له زمکې څخه به هيڅ نباتات نه را زرغونيږي، د زمکې په سر چيرته هم چې سايه داره ونه وي هغه به تباه برباد شي، مګر کومې ته چې د الله تعالی خوښه وي هغه به بچ پاتې شي (يعنې له يو کم شمير ونو پرته نورې ټولې ونې به له منځه ولاړې شي) ([5]).
خلکو پوښتنه وکړه : اې د الله رسوله ! په دې صورتحال کې به د خلکو د معاش ذريعه څه وي؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: هغوی به (لا اله الا الله، الله اکبر او الحمد لله) په کثرت سره لولي او دا ذکر به هغوی ته د خوراک کار ورکوي.
يو څه اضافه واقعات
حضرت راشد بن سعد رضی الله عنه بيان کوي:
کله چې اصطخر ([6]) فتح شي نو يو منادي به آواز وکړي: دجال ظاهر شو، حضرت صعب بن جثامه چې ور سره وليدل نو وې ويل: که دې دا خبره نه وای کړې نو ښه به وای، زه تا ته وايم ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه آوريدلي چې ويل يې:
لايخرج الدجال حتی يذهل الناس عن ذکره، وحتی تترک الائمة ذکره علی المنابر ([7]).
ژباړه :
دجال تر هغه وخته نه راووځي تر څو چې خلک د هغه له يادولو څخه غافل (بې پروا) نشي او تر دې چې خطيبان په منبرونو باندې د هغه يادول پريږدي.
د دجال جسماني نښې
(قصير افحج) د هغه قد به وړکی وي او د پنډيو په مينځ کې د ليرې والي له امله به د هغه تګ عيبجن وي.
(جعدا) د هغه ويښتان به نرم او سيخ نه وي، بلکه تاو شوي به وي.
(جفال الشعر) د هغه ويښتان به ګوړګوتي وي.
(مطموس العين) سترګه به يې د چټ شوي انګور په څير وي.
(هجان) سپين رنګ والا.
(اجلی الجبهة) پراخ تندی به يې وي.
(مکتوب بين عينيه (ک) (ف) (ر) د هغه د دواړو سترګو په مينځ کې به همدا توري ليکل شوي وي، دا به هر ليکونکی او لوستونکی او ساده مؤمن لوستلای شي.
(عقيم) هغه به بې اولاده وي، يعنې د هغه به هيڅ اولاد نه وي.
دلته چې د دجال کومې نښې بيان شوې د هغوی خلاصه دا ده چې هغه د يوه واړه قد، د مضبوط جسم او لوی سر لرونکی دی، د هغه دواړه سترګې به عيبجنې وي، چپه سترګه به يې د انګور دانې په څير چټه وي، په ښی سترګه به يې د غوښې ټوټه راغلې وي، ويښتان به يې ګڼ او تاو شوي وي او د پوستکي رنګ به يې سپين وي، د هغه د دواړو پنډيو په مينځ کې به فاصله زياته وي، د هغه د دواړو سترګو په مينځ کې به (ک) (ف) (ر) ليکل شوي وي.
[1] – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۰۰.
[2] – سنن ابي داؤد، الملاحم، حديث : ۴۲۹۴.
[3] – دابق دا د تاريخي ملک شام د (سوريا) ښار حلب په يوه طرف د اخترين په سيمه کې واقع دی، د ترکيې له حدودو څخه يواځې لس کلوميتره ليرې ده، دا ځای زرعي اجناس، خاصکر د غنمو او الو لپاره ډير مشهور دی، د دغه ځای له مينځ څخه د قويق نهر تير شوی کوم چې په ګرم موسم کې ډک وي، دا ځای د تاريخ په هر دور کې د مسلمانانو لپاره يو دفاعي مرکز شوی، دا ځای د هغې غټې خونريزي (لوی جنګ) ځای دی د کوم ذکر چې د قيامت به نښانو کې راغلی.
[4] – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۸۹۷.
[5] – سنن ابن ماجه، الفتن، حديث : ۴۰۷۷، وفي سنده مقال.
[6] – اصطخر؛؛ د ايران له پخوانيو او مشهورو ښارونو څخه يو ښار دی، ايراني بادشاهان دلته اوسيدلي دي او همدلته خزانې هم شته دي.
[7] – مسند احمد : ۴/ ۷۱، رواه عبد الله بن احمد من رواية بقية عن صفوان بن عمرو وهی صحيحة کما قال ابن معين، وبقية رجاله ثقات.


















