کابل ټکی کام ۰۶لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
د روسيې جنګي الوتکو تېره ورځ او بېګا ناوخته سوريه کې څو ځايه بمونه ورولي، چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
روسي الوتکو تېره شپه د حلب په څنډو کې المالکيه کلي کې او منغ هوايي ډګر ته څېرمه درنده بمباري کړې، چې له امله يې لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي سرچينې وايي، چې روسانو تېره شپه الرقه ښار کې د کوچنيانو پر يوه مدرسه هم بونه ورولي، چې له لسو ډېر کوچنیان په کې وژل شوي دي.
يادې دواړه بمبار شوې سيمې د سوريې د دولت د وسله والو مخالفينو په واک کې دي.
سرچينې زياتوي، چې روسي الوتکو تېره ورځ د ترکيې او سوريې تر منځ هغه لارې په نښه کړې دي، چې خلک ترې تېرېږي راتېرېږي او په ترڅ کې يې لسګونه ولسي وګړي وژل شوي دي.
سوريه په دې نوم چې سوريه کې د داعش پر ضد جګړه کوي، د سوريې عام وګړي بمباروي، چې نږدې هره ورځ لسګونه بمبارۍ کوي او په ترڅ کې لسګونه ولسي وګړي وژل کېږي.


















