د لمونځ مسائل (۵۵ مه برخه) – د سرو زرو له غاښ سره لمونځ کول –

د جومات په چت باندې لمونځ کول

پوښتنه : د ګرمي له امله د جومات په چت باندې لمونځ کول سره له دې چې لاندې هم ځاى وي روا دي او که نه؟.

ځواب : د فتاوى هنديه له عبارت څخه داسې معلوميژي چې د جومات په چت باندې لمونځ کول مکروه دي، مګر په دې کې دا تفصيل له فقهې معلوم شوى که چيرته پاسنى چت مسقف منزل نه وي نو هلته ختل او لمونځ کول په هر کيف مکروه دي، او که چيرته پاسنى چت هم مسقف وي نو په هغه کې يوازې (انفراداً) لمونځ کول له کراهيت پرته روا دى، او په لاندني منزل کې د ځاى با وجود په پورتني منزل کې په جمع لمونځ کول مکروه دي ([1]).

د سرو زرو له غاښ سره لمونځ کول

پوښتنه : که چيرته يو کس د سرو زرو غاښ کيژدي، آيا له دې سره لمونځ کيژي؟ او د سرو غاښ ايښودل روا دي؟.

ځواب : د سرو غاښ کيښودل روا دي، لمونځ ور سره کيژي ([2]).

که په لمانځه کې له خولې کومه خبره ووځي نو لمونځ فاسديژي

پوښتنه : د يوه سړي عادت دى او هغه د اې زما خدايه او اې زما ربه الفاظ استعمالوي، اوس په لمانځه کې دننه هم د هغه له خولې څخه همدا الفاظ راووځي نو د هغه د لمانځه حکم څه دى؟.

ځواب : په کلام الناس سره لمونځ فاسديژي، په ذکر الله سره نه فاسديژي او دا کس هم دغه الفاظ د کلام الناس په څير استعمالوي نه د ذکر الله په څير، لهذا د دغه کس لمونځ فاسديژي او د هغه راګرځول لازمي دي ([3]).

په څه ډول خولۍ (ټوپۍ) کې لمونځ کول پکار دي

پوښتنه : په څه ډول خولۍ (ټوپۍ) کې لمونځ کول پکار دي؟.

ځواب : د کومې خولۍ (ټوپۍ) د په سر کولو په حالت کې چې انسان د شريفانو مجلس ته تللى شي له هغې سره لمونځ کول روا دي ([4]).

د اوګې او پياز خوړلو سره په کور کې هم لمونځ مکروه دى

پوښتنه : که اوګه او پياز وخوړل شي او په خپل کور کې لمونځ کوي نو لمونځ مکروه دى او که نه؟.

ځواب : د اوګې او پياز له خوړلو وروسته چې د خولې بد بويي ليرې نکړل شي نو په کور کې هم لمونځ کول مکروه دي، ځکه چې دا د خداوندي دربار د عظمت خلاف دي او په بد بويي سره يې فرښتو ته تکليف رسيژي، له همدې امله رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د خام پياز له خوړلو څخه منع کړې ده ([5]).

په زړو جامو کې د لمانځه کولو حکم

پوښتنه : يو شمير خلک په زړو جامو کې لکه مزوران او مستريان چې کوم لمونځ کوي آيا په دې سره په لمانځه کې کوم فرق نه راځي؟.

ځواب : زړې جامې چې ناپاکې نه وي نو په داسې جامو کې هم لمونځ کيژي، مګر د زړو جامو اغوستل او بيا په هغو لمونځ کول فقهاء کرامو مکروه ليکلي دي، ځکه په کومو جامو کې چې له عزتمند کس سره د ملاقات کولو په وخت کې يو انسان شرم محسوسوي نو په داسې جامو کې له الله تعالى   سره په مناجات کولو کې ډير زيات شرم محسوسول پکار دي ([6]).

له نوټ سره لمونځ کول چې په جيب کې وي

پوښتنه : په نوټ باندې د عکس چاپول ولې ضروري دي؟ که يو څوک د خپل پاچا احترام کوي نو که چيرته په نوټ باندې د هغه عکس چاپ نکړى شي څه پروا لري؟ دا چې د مسلمانانو په جيبونو کې عکس لرونکي نوټونه پراته وي او لمنځونه کوي، آيا له هغه سره لمونځ کيدلاى شي؟ که چيرته نشي کيدلاى نو د دې لپاره اسلام څه فرمايلي دي او مونژ ته څه کول پکار دي؟.

ځواب : په نوټ باندې عکس چاپول روا نه دي، دا د نوي (جديد) دور ناروا بدعت دى، او د هغه له وجهې اړونده اداره او واکمن خلک ګنهکاران دي، خو په جيب کې د نوټونو د موجوديت په صورت کې لمونځ صحي دى ([7]).

د سينما په چت باندې لمونځ کول مکروه تحريمي دي

پوښتنه : د سينما په چت باندې لمونځ کول څرنګه دي؟ لمونځ له کراهيت پرته اداء کيژي او که نه؟.

ځواب : هلته تګ حرام دى، نو لمونځ په طريقه اولي مکروه تحريمي دى، ځکه چې دا د لهو لعب او د شيطانانو د را يو ځاى کيدو ځاى دى ([8]).

په ګلدوز خولۍ (ټوپۍ) کې لمونځ کول

پوښتنه : په مروجه د زرتارو په خولۍ کې کومې چې په ګلدوز باندې جوړې کړى شوې وي لمونځ کول او د هغو استعمال څرنګه دى؟.

ځواب : که چيرته يې زرتار د سرو او سپينو نه وي نو په دې کې څه خبره نشته ([9]).

د لمانځه په وخت کې د تلبيه په ويلو سره لمونځ فاسديژي

پوښتنه : که چيرته يو حاجي صاحب د لمانځه کولو په وخت کې تلبيه ووايي نو په دې صورت کې د هغه د لمانځه حکم څه دى؟.

ځواب : د لمانځه کولو په وخت کې د تلبيه په ويلو سره لمونځ فاسديژي، لهذا که چيرته حاجي صاحب د لمانځه کولو په وخت کې تلبيه ووايي نو د هغه لمونځ فاسديژي او په هغه باندې د دغه لمانځه راګرځول ضروري دي ([10]).

له عسکري بوټانو سره لمونځ کول

پوښتنه : آيا يو فوځي مجاهد له بوټانو سره لمونځ کولاى شي او که نه؟ او جواز يې د مجبوري په حالت کې دى او که په هر حالت کې دى؟.

ځواب : په دې کې اختلاف دى، مګر د قواعدو له مخې جواز يې راجح دى ([11]).

په غلا شوې جامه کې لمونځ مکروه تحريمي دى

پوښتنه : زيد يو دسمال اخيستى دى، او زيد ته دا نه ده معلومه چې دا د غلا مال دى، له اخيستو څو ورځې وروسته ښکاره معلومه شوه چې دا دسمال د غلا له مالونو څخه دى، زيد په همدغه دسمال تر دا وخته پورې لمونځ کوي، له خبريدو وروسته هم، د شرعې له مخې د هغه لمونځ څرنګه دى؟.

ځواب : له خبريدا وروسته په دغه دسمال کې لمونځ کول مکروه تحريمي دي او دا لمونځ واجب دالاعاده دى ([12]).

په جومات کې د لګيدليو شيشو پر وړاندې لمونځ کول

پوښتنه : په زياتره جوماتونو کې د شيشو کړکۍ او دروازې وي، په کومو کې چې لمونځ کونکى خپل عکس ويني، پوښتنه دا ده چې په دې سره د لمونځ کونکي په لمانځه کې کوم فرق راځي او که نه؟.

ځواب : که چيرته په دې سره د لمونځ کونکي توجه بدليژي نو مکروه دى، که داسې نه وي بيا نه دى مکروه ([13]).

د اودس ماتيدو با وجود د لمانځه جاري ساتل

پوښتنه : که د يوه سړي د لمانځه کولو په وخت کې اودس مات شي، مګر د سستيا يا شرم له امله لمونځ جاري وساتي نو د داسې کس لپاره شرعي حکم څه دى؟ يو شمير حضرات د کفر حکم کوي آيا دا صحي دى؟.

ځواب : د داسې کس لپاره د کفر حکم لګول صحي نه دي، ځکه کفر په هغه صورت کې دى چې کله د استهزاء يا استخفاف له امله داسې وکړى شي او دلته د شرم يا سستيا له امله بې اودسه لمونځ شوى دى، او دا کار اګر که انتهائي غلط کار دى مګر د کفر موجب نه دى ([14]).

که په لمانځه کې ور په ياد شول چې غټه استنجاء يې نه ده کړې

پوښتنه : که د يوه سړي غټه استنجاء کول هير شول او په لمانځه کې ور په ياد شول نو څه کول پکار دي؟.

ځواب : تر څو پورې چې نجاست له مخرج نجاست نه متجاوز نه وي نو استنجاء سنت دى، کله چې له مخرج څخه تجاوز وکړي او د درهم په اندازه وي نو په اوبو يې ليرې کول واجب دي، او کله چې د درهم له اندازې څخه هم تجاوز وکړي نو په اوبو سره د هغه پريمنځل فرض دي، دا درى صورتونه شول، په لومړي صورت کې دې لمونځ پوره کړي او بس، په دويم صورت کې دې لمونځ پوره کړي او د استنجاء له کولو وروسته دې را وګرځوي، او په دريم صورت کې د لمانځه شروع کول صحي نه دي، لهذا لمونځ دې مات کړي، استنجاء دې وکړي او نوي سره دې لمونځ وکړي ([15]).

([1]) احسن الفتاوى، ٣ : ٤١٢، د احسن الفتاوى مصنف په دغه ځاى کې داسې توري کښلي دي (هذا عندي ولعل عند غيري احسن منه).

([2]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٥١، بحواله : ردالمختار، ج : ٥، ص : ٣١٨، کتاب الحظر والاباحة، فصل في اللبس.

([3]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١١٨، بحواله : الصحيح لمسلم، ج : ١، ص : ٢٠٤، الهداية، ج : ١، ص : ١٣٦ – ١٣٨.

([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٥٢، بحواله : حلبي کبير، ص : ٣٤٩، عالمګيري، ج : ١، ص : ١٠٦.

([5]) احسن الفتاوى، ٣ : ٤١٣، بحواله : الترمذي، مشکوة، ج : ١، ص : ٣٦٧.

([6]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٢١، بحواله : التاتار خانية، ج : ١، ص : ٤١٠، الدارلمختار، ج : ١، ص : ٦٤٠.

([7]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٥٣، بحواله : شامي، ج : ١، ص : ٦٤٧، مطلب اذا ترد الحکم بين سنة وبدعة، خلاصة الفتاوى، ص : ٥٨، کتاب الصلوة.

([8]) احسن الفتاوى، ٣ : ٤٢١، بحواله : فتح القدير، ج : ١، ص : ٢٩٥.

([9]) فتاوى فريديه، ٢ : ٤٨٢، بحواله : ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ٥، ص : ٢٤٩، فصل في اللبس کتاب الحظر والاباحة.

([10]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٢٨، بحواله : الدرالمختار، ج : ٢، ص : ١٨٠ – ١٨١، الهندية، ج : ١، ص : ١٠٠، وهکذا في الخلاصة، ج : ١، ص : ٢٣.

([11]) فتاوى فريديه، ٢ : ٤٨٩، بحواله : منهاج السنن شرح جامع السنن، ج : ٢، ص : ٢٧٨، باب ماجاء في الصلوة في النعال، ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ١، ص : ٤٨٦، مطلب في احکام المساجد.

([12]) احسن الفتاوى، ٣ : ٤٣٠.

([13]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٥٤، بحواله : مراقي الفلاح علي هامش الطحطاوي، ص : ١٥١.

([14]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٣٠، بحواله : المرقاة، ج : ٢، ص : ٢٦، الشامية، ج : ١، ص : ٨١.

([15]) فتاوى محموديه، ٦ : ٥٨٦، بحواله : غنية المستملي، مطلب في آداب الوضوء، ص : ٢٩، وکذا في الدرالمختار، باب الانجاس، ج : ١، ص : ٣١٦، وکذا في مراقي الفلاح، فصل في الاستنجاء، ص : ٤٤.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button